کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نیټه ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د بلوچستان ایالت په ځنګلونو کې د لګیدلي اور له امله خواشيني څرګنده کړې ده.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د غبرګولي په لومړۍ نیټه د شپې ناوخته په ټویټر کې لیکلي :”د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان بلوچستان ایالت شیراني سیمه کې په غرونو کې د اور لګیدو له امله ژوره خواشیني ښيي. داچي اور لا هم په خطرناک حالت کي دی او د استوکني سیمو ته غځیږي، دعا کوو چې د سیمي خلک د دې اور له نور ځاني او مالي زیان څخه وساتل شي.”
د بلوچستان د پښتون مېشتې شېراني سیمې په غرونو او ځنګلونو کې لګېدلی اور په دیارلسمه ورځ هم نه دی وژل شوی او اوس وېره شته، چې دغه اور نژدې کلیو ته ورسېږي.
د بي بي سي د راپور له مخې، پاکستان له ګاونډي هېواد ایران څخه د دغه اور په وژلو کې د مرستې غوښتنه کړې ده، چې هلته ځايي چارواکي وايي، نن به له ایرانه اور وژونکې الوتکه سیمې ته ورسېږي.
د دې اور وژلو په هڅه کې لږ تر لږه درې تنه ځايي ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
په شېراني کې ځايي وګړي وايي، چې دغه اور دیارلس ورځې وړاندې د سلیمان غر په تور غره کې ولګېد، چې تر هغه وروسته د دنې غر او اوس د کسې غره ته رسېدلی دی.