کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): افغان خبریالې انیسې شهید د خبریالانو نړیوال مرکز له خوا د ژونالېزم په برخه کې د “نایټ” په نوم نړیواله جایزه ترلاسه کړه.
انیسه شهید چې له تېرو لسو کلونو راهیسې خبریالي کوي، په دې وروستیو کې له هېواده وتلې او په بهر کې ژوند کوي، خو هغه د کابل تر سقوط پورې په طلوع نیوز ټلویزیون کې خبریاله وه.
یاد مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی هر کال په خبریالۍ کې د زړورتیا او نورو ځانګړو فعالیتونو په نوم خبریالانو ته جایزې ورکوي.
سرچینې زیاته کړې چې دوی د انیسې شهید هغه راپور ته جایزه ورکړې چې په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې برخه کې پر ځانګړو پېسو جوړ کړی و. ![](https://pajhwok.com/wp-content/uploads/2022/05/FTeIrGxWQAETGRJ-300x172.jpg)
![](https://pajhwok.com/wp-content/uploads/2022/05/FTeIrGxWQAETGRJ-300x172.jpg)
د یاد مرکز له خوا دا ځل له افغانستانه انیسه شهید، له اوکراینه تیمي، له السلوارډوره کارلوس او له روسیې حخه کریستو ګروزوف دي.
انیسې شهید په دې اړه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلې، په داسې وخت کې دا جایزه ورته اعلان شوې چې هغه درد لري، خپه ده.
هغې زیاته کړې: “هغه وخت به زه ډېره خوښه وای چې له خپلو همکارانو سره یو ځای په کابل کې وای او دا جایزه مې ترلاسه کړې وای، د بیان ازادي وای، پر رسنیو محدویتونه نه وای او ښځې له مخ پټولو پرته په رسنیو کې فعالیت کولی.”
د افغانستان د خبریالانو فدراسیون غړي حجت الله مجددي دا جایزه د افغان رسنیو او خبریالانو لپاره مهمه ګڼلې او زیاته کړې یې ده چې انیسه شهید په سختو شرایطو کې مهم څېړنیز راپورونه کړي او د دې جایزې مستحقه وه.
Views: 123
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن