جلال اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت په پچيراګام ولسوالۍ کې د يوې خونې چت لوېدو پېښه کې دوه ماشومې نجونې مړې شوې دي.
ځايي خلک او چارواکي وايي چې پېښه تېره شپه د تېز باد له امله شوې ده.
د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ یوه اوسېدونکي امرالله پژواک اژانس ته وویل، پرون د دوشنبې په ورځ د سخت توپان له امله د دغې ولسوالۍ د لاندې پچیر په لولوخېلو کلي کې د عبدالقیوم په نامه د یوه کلیوال د کوټې چت پرېوتی دی.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د نوموړي دوه کوچنۍ لوڼې مړې شوې دي.
دی وايي، دا کورنۍ له پخوا له اقتصادي ستونزو کړېدله چې اوس په دغه غم هم واوښتله.
هغه غوښتنه کوي چې حکومت او نور خیریه بنسټونه دې له دغې کورنۍ سره مرسته وکړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هم پژواک ته له جزياتو ورکولو پرته دغه پېښه تاييد کړې او وايي، ولايتي اداره يادې کورنۍ ته د مرستو رسولو په هڅه کې ده.
دوه اوونۍ مخکې هم د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د یوه کور د کوټې چت پرېوتی و چې له امله یې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ننګرهار کې مخکې هم داسې پېښې شوې چې تر ډېره یې قربانیان بېوزلې او غربت ځپلې کورنۍ وې.
Views: 158
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن