Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان په الینګار کې یو فرعي روغتیایي مرکز پرانيستل شو

مهترلام (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د لغمان سیمه‌يیز مسوولين وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یو فرعي روغتیایي مرکز جوړ او پرانیستل شو.

د الینګار ولسوالۍ د روغتیا د برخې مسوول قاري محمد عثمان عمري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی په کنده راجۍ سیمه کې د ولسونو د غوښتنې پر بنسټ د نړیوال روغتیایي پروګرام (WHO) په مالي ملاتړ یو فرعي روغتیایي مرکز جوړ کړی دی.

ده زياته کړه، په یاد روغتیایي مرکز کې - چې شاوخوا زرو کورنیو ته به خدمات وړاندې کوي - د داخله ناروغانو ډاکټر، د نسايي- ولادي ډاکټر او د خوارځواکۍ پر وړاندې د مبارزې ډاکټر په دنده ګمارل شوي دي.

د الینګار د کنده راجۍ سیمې یوه قومي مشر عبدالبصیر پژواک ته وویل چې دوی ته پخوا ګرځنده روغتیایي ټیمونه راتلل، خو د دوی ستونزې به نه حل کېدې.

ده زیاته کړه، هغه پنځلس کلي به له یاد روغتیایي مرکزه ګټه اخلي چې پخوا به یې ناروغان په ډېرو ستونزو تر مرکز مهترلامه وړل.

د مسوولینو په وینا، تر دا مهاله په الینګار ولسوالۍ کې د یو DH روغتون ترڅنګ ۱۶ فرعي روغتیایي مرکزونه موجود دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.