Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار په رستاق کې یوې ښځې ځانوژنه کړې ده

تالقان (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوې ۳۲ کلنې ښځې ځانوژنه کړې ده.

دغه پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په «دشتک سفلی» سیمه کې شوې ده.

د تخار امنیه قوماندانۍ ویاند مبین ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ د یاد ولایت د رستاق ولسوالۍ اړوند دشتک سفلی سیمه کې، د عزیمت په نامه یوې ۳۲ کلنې ښځې ځان راځوړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.»

نوموړي زیاته کړه، په دې اړه ویل کېږي چې یادې مېرمنې د خپل لومړني خاوند له خوا له طلاق وروسته، د خپلې کورنۍ له لوري د هغې له خوښې پرته بل چا سره کوژده شوې وه؛ هغې له دې کاره د نارضایتۍ له امله ځانوژنه کړې او امنیتي ارګانونو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د هغه په خبره، د یادې ښځې له ځانوژنې وروسته، امنیتي ځواکونو د هغې د نکاح د مراسمو له شاهدانو پوښتنې کړې څو د دغې پېښې انګېزه معلومه شي.

هغه وایي، د دې پوښتنو ګروېږنو پایله ښيي چې د یادې ښځې واده د هغې په خوښه شوی او د ځانوژنې انګېزه یې تر اوسه روښانه شوې نه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.