Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له زمبابوې سره د کرکټ سیالیو لپاره افغان ملي لوبډله اعلان شوه

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ، له زمبابوې سره د راتلونکو درې یو ورځنیو او درې شل اووریزو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ دغه سيالۍ به د راتلونکې جون میاشتې په ۴مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۵مې دوام وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري نن د غبرګولي په ۳مه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان ملي لوبډله به د جون میاشتې په ۴مه، ۶مه او ۹مه نېټو له زمبابوې سره درې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.

سرچینه زیاتوي، یو ورځنۍ سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو برخه دي چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه کېږي.

په اعلامیه کې راغلي، افغان لوبډله اوسمهال په کابل کې  پر خپلو تمریناتو بوخته ده او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یو ورځنیو سیالیو لپاره حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، ریاض حسن، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علي‌خېل، محمد نبي، عظمت‌الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ضیاء الرحمن اکبر، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او یمین احمدزی په پام کې نیول شوي دي.

همدارنګه افغان ملي لوبډله له درېیو یو ورځنیو سیالیو وروسته له زمبابوې سره درې شل اووریزې لوبې هم کوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دواړو لوبډلو تر منځ به درې شل اووریزې سیالۍ د جون میاشتې په ۱۱مه، ۱۲مه، ۱۴مه نېټه وشي.

د سرچینې په وینا، راتلونکې شل اووریزې سیالۍ نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه کېږي او د دغې بڼې په درجه بندۍ کې هم شاملې دي.

دغه راز، د راتلونکو شل اووریزو سیالیو لپاره محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمن‌الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت‌الله ځاځی، عثمان غني، احسان‌الله جنت، نجیب‌الله ځدراڼ، دروېش رسولي، کریم جنت، عظمت‌الله عمرزی، شرف‌الدین اشرف، افسر ځاځی، راشد خان، نور احمد، فضل‌الحق فاروقي، فرید ملک او نجات مسعود غوره شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، یادې ټولې سیالۍ به د زمبابوې د پلازمینې په هرارې لوبغالي کې وشي چې یو ورځنۍ سیالۍ به د افغانستان پر وخت غرمه مهال او شل اووریزې سیالۍ به د ماسپښين په ۳:۳۰ بجو پیل شي.

د یادونې ده، افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال نړیوال جام په سوپر لیګ کې د شاملېدو په موخه ۹ سیالۍ کړې چې ۷ یې ګټلې دي.

په دې توګه د افغانستان کرکټ لوبډله د ۷۰ نمرو په تر لاسه کولو د ۱۳ لوبډلو تر منځ پنځم مقام لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.