Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل خلک د مخابراتي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت لري

کلات (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د زابل اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ولایت  ډېرې سیمې د مخابراتي شبکو له خدماتو بې برخې دي، خو په هغو سیمو کې چې دا خدمات شته، کیفیت یې ډېر ټیټ دی.

د مرکز کلات یوه اوسېدونکي فرید احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د مخابراتي شبکو د غږیزو او انټرنیټي خدماتو د ټیټ کیفیت له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، د دغه ولایت ډېرې سیمې لا هم له مخابراتي خدماتو بې برخې دي؛ خو په هغو سیمو کې چې دا خدمات شته، نه یوازې کیفیت یې خراب دی بلکې بیې یې هم لوړې دي.

دی وايي: «د مخابراتي شبکو غږیز او انټرنیټي خدمات دواړه ضعیف دي، ډېر مهال په اسانۍ اړیکه نه نیول کېږي، انټرنیټ هم سم کار نه کوي چې دې ستونزې خلک له کړاو سره مخ کړي دي.»

نوموړی له اړوندو چارواکو غواړي چې نه یوازې د مخابراتي پوښښ د پراختیا لپاره ګامونه واخلي، بلکې غږیز او انټرنیټي خدمات دې هم معیاري کړي.

د زابل د ښار صفا ولسوالۍ اړوند د جلدک سیمې اوسېدونکی شفیع الله وايي، د دوی په سیمه کې مخابراتي شبکې دومره کمزورې دي چې په ځینو ساحو کې بېخي کار نه کوي او په ځینو کې بیا خلک اړ دي چې د اړیکو نیولو لپاره بامونو یا لوړو تپو ته وخېژي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، دې چارې خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي، ځکه د اړتیا پر مهال له ناروغانو او خپلو مسافرو سره اړیکې نه شي نیولای.

دی هم له چارواکو د دې ستونزې حل غواړي.

د زابل د مخابراتو ریاست په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو د ټيټ کیفیت ستونزه مني، خو وايي چې د حل لپاره یې له اړوند وزارت سره خبرې کړې دي.

د دې ادارې رییس مولوي عبدالهادي یحیی پژواک خبري اژانس ته وویل، د مخابراتي شبکو د خدماتو د ټیټ کیفیت ستونزه یې له اړوند وزارت سره شریکه کړې چې هغوی یې د هواري لپاره د لازمو اقداماتو ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، اوسمهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي شبکو ۴۲ انتنونه فعال دي چې غږیز او انټرنیټي خدمات وړاندې کوي.

دی وايي، وزارت ته یې وړانديز کړی چې په دغه ولایت کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا لپاره ۷۰ نورو انتنونو لګولو ته اړتیا شته، څو په ټولیزه توګه د کلات ښار او ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې حل شي.

د نوموړي په خبره، په اصل کې د انتنونو کمښت او د مشتریانو ډېروالي د مخابراتي شبکو د خدماتو کیفیت ټیټ کړی دی.

هغه یادونه وکړه چې اوس په دغه ولایت کې امن دی او مخابراتي شبکې کولای شي په لرو ولسوالیو کې هم خپل انتنونه نصب او خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.