Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات ولایت د ځمکني ترانسپورټ ریاست عواید ډېر شوي

هرات (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د هرات ولایت د ځمکني ترانسپورټ رياست مسوولین د تېر کال په پرتله په تېرو دوو مياشتو کې د دغه ریاست په عوايدو کې د ۵ سلنه زياتوالي خبر ورکوي.

د هرات ولایت د ځمکني ترانسپورټ مالي او اداري مدیر له پژواک سره خبرو کې وویل، په ۱۴۰۰لمریز کال کې یوازې د ځمکني ترانسپورټ د مسافر وړونکې برخې عواید شپږ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ وو، په داسې حال کې چې یادې ادارې سږ کال یوازې په وري میاشت کې پنځه میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، دغه شمېرې د تېر کال په پرتله د دغه رياست په عوايدو کې پنځه برابره زياتوالى ښيي.

نوموړی د عوايدو ډېرېدو لامل له ۳۰ ښاري مسیرونو د دغه رياست د کارکوونکو له لوري د عوايدو په ټولولو کې شفافيت بولي او خلکو ته هم ډاډ ورکوي چې د ځمکني ترانسپورټ رياست هڅه کوي څو د روان کال تر پايه د دغه ولايت د عوايدو کچه لوړه کړي.

په ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي فیصل له پژواک سره خبرو کې د هرات د ځمکني ترانسپورټ اوسنۍ هڅې د ستایلو بللې او زیاته یې کړه، دا د دې ښکارندویي کوي چې د تېر حکومت په پرتله اوس د فساد مخه نیول شوې ده.

نوموړي د دې په ویلو سره چې د هرات ولایت د ځمکني ترانسپورټ هر کال ښه عواید لري، وویل: «خو له بده مرغه د حکومت په ادارو کې فساد خپل اوج ته رسېدلی و او د ټولو عایداتي ادارو عواید حیف او میل کېدل.»

نوموړی د ځمکني ترانسپورټ ریاست له مسوولینو غواړي څو د لا ښو ښاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره لاس په کار شي.

هغه د ښار په کچه د ولسوالیو او څېرمه ولایتونو لپاره د لویو موټرو د ترمینلونو او استازولیو نه شتون د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې یادو موټرو د ښار ترافیکي نظم او ښکلا هم له منځه وړې او د ده په خبره، اړتیا ده څو په دې برخه کې د ځمکني ترانسپورټ ریاست له لوري جدي اقداماتو ترسره شي.

یو شمېر موټر چلوونکي هم د ترانسپورټ له ادارې ځینې غوښتنې لري.

د هرات د کهنسال ولسوالۍ اوسېدونکي او د هرات – سلام‌کلا لارې موټر چلوونکي شېراحمد وویل، هره ورځ په بېلابېلو پلمو د ترانسپورټ ریاست استازو ته پیسې ورکوي خو له لسو کلونو راهیسې د دولت له لوري هيڅ ډول خدمت نه دی وړاندې شوی.

نوموړي وویل، حکومت باید موټر چلوونکو ته د موټرو درولو لپاره معیاري ځای ورکړي څو دوی وکولای شي خپل موټر په کې ودروي.

بل موټر چلوونکی ولي‌جان وایي، هیله من دی چې حکومت ټولو موټر چلوونکو ته د تېلو او موټرو د پرزو بیو لوړوالي ته په کتو کرایې وټاکي.

د هغه په وینا، اوس مهال د ښار په کچه هيڅ ترانسپورټي خدمت نه لیدل کېږي. نوموړي د ښار په کچه د ملي بسونو او معیاري تم‌ځای پر نه شتون نیوکه وکړه او له اسلامي امارته یې وغوښتل څو په دې اړه جدي پاملرنه وکړي.

خو د ترانسپورټ ادارې مسوولین وايي، اوس مهال یوازي د دې ادارې له مسافر وړونکو عایداتي موټرو عواید ترلاسه کېږي، خو ۹۸ سلنه عواید چې د باروړونکو موټرو اړوند کېږي، د ګمرګ ادارې له لوري ټولېږي.

د هرات د ځمکني ترانسپورټ ادارې د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۲ ترانسپوټي شرکتونه او د ولایتونو او ولسوالیو ۱۲۰ استازولۍ فعالیت کوي او یادې ادارې تل د یادو شرکتونو له موټرو څارنه کړې ده.

ترانسپورټ اداره هم ټینګار کوي چې د مسافرو کرایې یې کنټرول کړې او که کوم شرکت یې زیاته کړي، قانوني چلند ورسره کېږي.

هرات د هېواد له لویو ښارونو دی چې له کابل وروسته تر نورو ډېر موټر پکې تگ راتگ کوي او په یاد ښار کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د تېر په پرتله څو برابره ډېره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.