کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه ادعا چې په بګرامیو کې یو ځوان د «ټيک ټاک کارولو» له امله وژل شوی، حقیقت نه لري، یاد کس د غلا په تور نیول شوی و او تېره ورځ یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د یاد کس پلار په یوه خپره شوې ويډیو کې- چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېده- ویلي وو: «زما بچی هلال، پنځه ورځې کېږي ورک شوی، کله مې چې جستجو وکړه، راته وویل شول چې بګرامیو ولسوالۍ کې یې نیولی او ویشتلی یې دی، بیا یې راته ویل، هغې شفاخانې ته ولاړ شه او هغې شفاخانې ته ولاړل شه، کله چې هلته ولاړم، پیدا مې نه کړ، زما زوی یې د ټيک ټاک په سندرو نیولی، زه نه پوهېږم زما زوی چېرې دی او ماته باید د دې اندازه ولګېږي.»
خو د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو څو ورځې مخکې د هلال الدین په نوم یو کس له درېیو نورو کسانو سره یوځای د غلا په تور ونیو او له پلټنو وروسته پرې یاد تور ثابت نه شو.
هغه وویل چې تېر ماښام یاد کس خپلې کورنۍ ته ژوندی او سلامت وسپارل شو.
ځدراڼ وایي، هغه ادعا چې ګواکې هلال الدین د ټيک ټاک د فعالیت په تور وژل شوی، حقیقت نه لري.
هڅه مو وکړه چې د هلال الدین د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړو، خو ونه توانېدو اړیکه مو ورسره ټینګه شي.
Views: 519
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن