زرنج (پژواک،۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ښار کې د څښاک اوبو بيې تر بل هر وخت ډېرې لوړې شوې، خو ښاروالي بیا وايي چې د نرخپاڼو په ټاکلو سره يې د اوبو بيې کنټرول کړې دي.
په نيمروز ولايت کې يوې ښوونکې بنفشې بارکزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، دا مهال په زرنج ښار کې د يوې ۲۰ لېتره بوشکې اوبو بیه ١٥ تر ٢٠ افغانيو ده.
هغې زياته کړه، تر يوې اوونۍ مخکې د څښاک ٢٠ لېتره اوبه په ٩ افغانۍ پلورل کېدې.
د زرنج بل اوسېدونکي مسعود بهرامي چې د اوبو پېرلو لپاره د اوبوه تصفیه کولو کارخونې ته ورغلی و، وویل: «د هلمند سیند، کمالخان بند او په نیمروز ولایت کې د موسمي بارانونو سربېره هم زموږ خلک له کلونو راهیسې له وچکالیو ځورېږي.»
بهرامي زياته کړه چې د څښاک اوبو بيې له دوه تر درې برابره لوړېډل د دې لامل شوي څو د دغه ښار ډېرى خلک د پاکو اوبو پېرلو توان له لاسه ورکړي.
نوموړي په دغه ولايت کې د څښاک اوبو بيې لوړېدو لامل په هېواد کې د اوبو نه مديريت او له هغو ډېره استفاده ده.
هغه له حکومته وغوښتل چې اوبه مدیریت کړي څو په هېواد کې د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.
خو د نيمروز ښاروالي وايي چې د اوبو بيه یې کنټرول کړي او هيڅوک نه شي کولاى چې له ټاکلې بيې لوړې يې وپلوري.
د نيمروز د اوبو رسولو رياست د ډېټابس مدیر شهابالدين تيموري پژواک ته وويل، د څښاک اوبو د بيو لوړېدو وروسته، ښاروالۍ او د اوبو رسولو رياست په ګډه هڅه وکړه څو ژر تر ژره د خلکو دغه ستونزه هواره کړي.
تیموري زیاته کړه: «د اوبو رسولو رياست د مخکني معیار له مخې، د في متر مکعب اوبو بيه چې د نللیکې له لارې په نوبتي توګه کورونو ته وېشل کېږي، ۲۵ افغانۍ ټاکلې او دا بیه ثابته ده.»
خو هغه وويل چې د ګرمۍ زیاتوالي او د قلعهفتح د اوبو رسولو شبکې په څاګانو کې د اوبو کمښت او دغه راز د اوړي په موسم کې د اوبو د مصرف زياتوالى، د اوبو بيې پر لوړېدو اغېز کولای شي.
د ښاروالۍ د ریاست اجرائیوي مدیر حبیبالله کاکړ هم وویل: «د اوبو د تصفیې خصوصي شرکتونو په خپلسري ډول د اوبو بیې لوړې کړې، خو ښاروالۍ ریاست د نرخپاڼو په ټاکلو او شرکتونو ته د هغو د وېشلو له لارې دغه ستونزه مدیرت کړه.»
هغه زياته کړه چې ښاروالۍ له شرکتونو سره په همغږۍ او مشوره د اوبو نرخپانه چمتو کړې ده.
هغه وویل چې د ښاروالۍ د پرېکړې له مخې، د اوبو تصفیه کوونکي خصوصي شرکتونه کولاى شي چې له ٣زره لېترو ناپاکو اوبو يواځې ١٠٠٠ لېتره پاکې اوبه ترلاسه کړي.
نوموړي دغه راز وویل، د اوبو تصفیه کوونکي شرکتونه مکلف دي چې ۵۰۰ لېتره اوبه په ۱۷۵ افغانۍ پلورونکو ته ورکړي.
د هغه په خبره، مخکې به ٥٠٠ لېتره اوبه په ٢٥٠ افغانۍ پلورل کېدې.
هغه زياته کړه، د اوبو د وېش موټر هم بايد ۲۰ لېتره اوبه له شرکت څخه په ٧ افغانۍ واخلي او په ١٢ افغانۍ يې پر خپلو پېرېدونکو ووېشي.
نوموړي په زرنج ښار کې د اوبو د کمښت اصلي لامل په يوه اوونۍ کې د ژورو څاګانو وچېدل وبلل.
خو هغه وويل چې ښاروالۍ به په راتلونکو اوونيو کې دغه ستونزه حل کړي.
د اوبو تصفیه کوونکي خصوصي شرکتونه هم د اوبو د بیو لوړېدل تاییدوي.
د کوثر په نوم د اوبو تصفیه کولو يوه شرکت مالک خالقداد تاجک پژواک خبري اژانس ته وويل، د اوبو بيې لوړېدو لامل د برق په وسیله له ځمکې د اوبو را ایستل او د تېلو بيو لوړېدل دي.
هغه زياته کړه چې په نيمروز کې د اوبو د کمښت ستونزې هوارولو لپاره په تېرو څو لسيزو کې کوم بنسټيز کار نه دى شوى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP