لښکرګاه (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون د ځینو سیمو خلک په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د خدماتو له ټیټ کیفیته شکايت کوي.
خو د دغه ولایت د مخابراتو ریاست وايي چې ستونزې يې له مسوولو چارواکو سره شريکې کړې او د هواري ژمنه يې ترلاسه کړې ده.
د لښکرګاه یوه اوسېدونکي مصطفی پژواک ته وویل چې هلته مخابراتي خدمات سم نه دي او خلک د اړيکو نيولو پر مهال له ستونزو سره مخ وي.
هغه دغه راز وویل چې د مخابراتي شبکو د مکالمو او انټرنېټ بيې هم ډېرې لوړې دي.
د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدنسيم هم وویل چې د مخابراتي شبکو خدمات سم نه دي او کله کله د مکالمو پر مهال د مقابل لوري خبرې سمې نه اورېدل کېږي.
هغه وویل چې هلمند د هېواد تر ټولو لوی ولایت دی او د سوداګرو لپاره هم ځانګړی ارزښت لري، خو د مخابراتي مکالمو او اړيکو په وخت کې سوداګر هم له ستونزو سره مخ وي.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو خدماتو ښه کولو ته پاملرنه وکړي.
بلخوا د هلمند د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رئیس ملا امان الله شبیر پژواک ته وویل: «د هلمند په ځینو لرو پرتو ولسوالیو او سیمو کې مخابراتي شبکو خپل تازه فعالیتونه پیل کړي دي.»
ده د خلکو شکايتونه پر ځای وبلل، خو زياته يې کړه چې دغه ستونزه يې له مسوولو چارواکو سره شريکه کړې او د حل لپاره يې د هغوی ژمنه هم ترلاسه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP