کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکى وایي، په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دی او ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې د بشري حقونو په برخه کې خپلې خبرې او عمل یو شان کړي.
ریچارډ بینټ د غویي په ۲۵مه د بشري حقونو څېړنې په موخه افغانستان ته راغلی دی.
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې بشري وضعیت ته اندېښمن دی او د افغانستان سرپرست حکومت باید د بشري حقونو په برخه کې خپلې خبرې او عمل یو شان کړي.
ده وویل، په افغانستان کې بشري وضعیت له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی او سرپرست حکومت باید ورته رسېدنه وکړي.
ده وویل، له شپږم پورته د نجونو ټولګیو بندول، ښځو ته په سیاسي برخه کې د ونډې نه ورکول، د بیان پر ازادي محدودیتونه او د ښځو حجاب په اړه بېلابېل فرمانونه هغه څه دي چې موخه یې په ټولنه کې په یوه ډول د ښځو د ونډې له پامه غورځول دي.
ده وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت په یوه ولاړ حالت کې دی چې هم کولای شي باثباته شي او ټول خلک بشري حقونو ته لاسرسی ولري او هم کولای شي شته ستونزې نورې هم زیاتې شي.
ده وویل، که چېرې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي، داسې یو ټولګډون حکومت جوړ شي چې ټول په کې ځانونه وګوري او نارضایتیو لپاره د حل یوه لار وموندل شي، دا به وکولای شي چې د افغانستان د لا بېثباتي د خطرونه مخه ونیسي.
د روان ښوونیز کال په پیل کې ښوونځي پرانیستل شول خو د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګيو پرانیستل تر بل امر پورې وځنډول، خو د پوهنې وزارت وایي، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به دغه ښوونځي پرانيستل شي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر دې مخکي ویلي وو چې ټولو افغانانو ته يې حقوق ورکړل شوي او حکومت هم ټولګډون دی.
دغه راز ریچارډ بېنیټ وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د راستنولو کمېسیون» جوړښت کولای شي د خبرو او د حکومت لا پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت رامنځته کړي.
ده وویل چې د پخواني حکومت چارواکو ته د عفوې عمومي فرمان په اړه ډاډ ورکول د مصالحې په برخه کې لومړنی ګام دی خو هغو راپورونو ته هم اندېښمن دی چې ګواګې په هېواد کې د پخواني حکومت چارواکي وژل کېږي او ځورول کېږي.
همدارنګه بېنیټ زیاته کړه چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین ته هم اندېښمن دی او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
ده وویل چې په افغانستان وضع شوي محدودیتونه باید هيڅکله هم د بشري مرستو مخه ډپ نه کړي او بشري مرستو ته باید ټول افغانان لاسرسی ولري.
ده دغه راز وویل چې په افغانستان کې قومي او مذهبي اقلیتونو ته هم باید په تصميمنيونه کې ونډه ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP