Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني د جغتو ولسوالۍ خلک په لس میلیونه افغانیو شخصي لګښت یو ښوونځي ته ودانۍ جوړوي

غزني ( پژواک ۶  غبرګولی ۱۴۰۱ ) د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ د عامو خلکو لخوا د لس میلیونه افغانیو په شخصي لګښت د يوه نوي ښوونځي د بنسټ ډبره كېښودل شوه.

ترګان مېشتي وايي، چې دغه ښوونځی په ۷۰۰ متره مربع ځمکه کې، په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسی ډول رغول کېږي، چې ټول ټال ۱۴ درسي او اداري خونې لري .

ددوی په وینا، پر دې ودانۍ شاوخوا لس ملیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د عامو خلکو له لوري ورکول کیږي ، د جوړېدو چارې به يې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د دغې سیمې یو قومي مشر او نماینده حسن رضا خاکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د لیسه پایین سري ترګان زده کوونکو تردې وړاندې په خېمو او یا تر شنه اسمان لاندي زده کړي کولې چې د باران پر مهال به یې ښوونځی رخصت و او د ګرمۍ پر وخت به بیا د ونو سیوري لاندې پر زده‌کړو بوخت وو.

نوموړي زیاته : (( دا لېسه  ۶۰ شپېته کاله وړاندې جوړه شوې ، یو ځل روسانو بمبار کړه ، د تېرحکومت په وخت کې موږ هرکال د خېمو ګدايي ور ته کوله ، له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو په دې ښوونځی شا وخواه شل کلي پراته دي ، په زرګونو زده‌کونکي لري، هېڅ ډول اسانتیا نه لري؛ خو بیا هم شاګردان او استادن راځي او د شنه اسمان لاندې په ښوونه بوخت دي.))

ورته مهال دغې لېسې یو زده‌کوونکي غلام سخايي وايي، په بې سرپناه ښوونځي کې ګڼې ستونزې ګالي او  چاپیریال یې هم زده کړو  ته برابر نه دی.

د پایین سري ترګان ښوونځي مسؤل مدیر  پژواک ته وویل چې ښوونخی یې سرپناه او ودانۍ نه لري، اوبه نشته، درسي لوازم نشته او ښوونکي یې هم کم دي.

د هغه په وینا، دا ستونزې یې وار په  وار د پوهنې ریاست د نظارت غړو ته ویلي، خو چا سر پرې نه دی ګرولی.

مدیر وایي، اوس د جغتو ولسوالۍ د همدې سیمي عام خلک اړل شول چې په خپل شخصي لګښت  ښوونځی ته ودانۍ ورغوي.

له بلې خوا د غزني ولایت د پوهنې رییس عبدالمنیر منصور د یادي سیمي له خلکو مننه وکړه چې د پوهنې په برخه کې یې قدم پور ته کړی .

هغه د غزني له نورو ولسونو هم غوښتنه وکړه چې ترګان د سیمي د خلکو په څېر دې د خپلو اولادونو ته د زده کړو په برخه کې زمینې برابرې کړي .

منصور وايي د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري او د سرپناه نه شتون ګڼ شمېر زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ کړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.