مهترلام (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د لغمان د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې ۳۹ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې درس وايي.
د الینګار ولسوالۍ د پوهنې امر قاري رحیم ګل شاهد پژواک اژانس ته وویل: «د ۳۹ بابه ښوونځيو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، ۴۴ ښوونځي نیمه ودانۍ لري، ۴۸ ښوونځي د احاطې دیوالونه نه لري.»
ده زياته کړه چې د پوهنې امریت ۳۱۸ نویو بستونو ته اړتيا لري چې په وينا يې حکومت بايد دې ټولو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته وویل: «که دولت ښوونځيو ته ودانۍ او احاطې دېوالونه جوړ نه کړي، نو غاصبين به يې لاندې کړي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، د الینګار ولسوالي ټولټال ۳۹زره ۲۳۷ زده کوونکي لري چې ۲۲زره ۸۲ يې نارینه او ۱۷زره ۱۵۱ ښځينه دي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن