Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یوه مور هره ورځ اولادونو ته د وژل شوي پلار د راتګ دروغجن ډاډ ورکوي

غزني (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۱): په غزني کې يوه مېرمن – چې خاوند یې تېرو جګړو اخیستی – هره ورځ خپلو اولادونو ته د پلار د راتګ دروغجن ډاډ ورکوي چې ګواکې نن یا سبا کور ته راځي.

دا مېرمن د خپلو ماشومانو د تېر ویستلو او ارامولو په موخه اړه شوې چې د دوی له پلار سره پر ټیلیفون د خبرو تمثیل وکړي او ان د هغه کالي او واسکټ یې د کور په خونه کې ورته را ځوړند کړي دي.

دا کونډه شفیقه نومېږي چې کلونه مخکې د جګړو له وېرې د غزني له اب بند ولسوالۍ څخه غزني ښار ته را کډه شوې وه؛ خو جګړې دلته هم په ارامه پرېنښوده او خاوند یې ترې واخیست.

نوموړې چې دا مهال په یوه کنډواله کور کې ژوند کوي، له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، خاوند یې تېر کال د زمري میاشتې په وروستیو جګړو کې د غزني ښار په منځ کې ووژل شو او دا یې له خپلو درېیو وړو اولادونو سره یوازې پرېښودله.

هغې چې د خپل وژل شوي خاوند په ویر یې اوښکې تویولې، زیاته کړه: «موږ په اب بند ولسوالۍ کې اوسېدو، خاوند مې بزګري کوله، له غریبۍ سربېره مو په خپل ژوند قناعت کړی و، خو کله چې په ولسوالۍ کې جګړو زور واخیست نو اړ شوو چې غزني ښار ته را کډه شو.»

نوموړې وايي، غزني ښار ته په راتلو یې د ژوند ستونزې نورې هم ډېرې شوې او خاوند یې اړ شو چې لاسي کراچي واخلي، جوالیتوب وکړي او له دې لارې اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

د هغې په خبره، شاوخوا نهه میاشتې مخکې چې تېر حکومت لا نه و ړنګ شوی او اوسنی حکومت د راتلو په حال کې و، خاوند یې د خپل روزګار پر مهال د غزني ښار په کلا‌سبز سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

کونډې شفیقې له اوښکو په ډکو سترګو زیاته کړه چې له هماغې راهیسې یې بیا ښه ورځ نه ده لیدلې او په یوازې ځان یې د خپل بدمرغه ژوند ناخوالو ته اوږه ورکړې ده.

دې وویل، د دې لپاره چې اولادونه یې غمجن نه شي له هغوی یې د پلار د مرګ خبره پټه ساتلې او هره ورځ د دروغو ډاډ ورکوي چې نن یا سبا راځي.

هغې وویل: «اولادونه مې ډېر واړه دي، مشر زوی مې پنځه کلن دی، هغوی هره ورځ له ما څخه خپل پلار غواړي خو زه دوی ته له دروغو پرته بل څه نه لرم، کله کله دوی ښیم چې دا دی له پلار سره مو پر ټلیفون خبرې کوم، کله کله یې کالي او واسکټ د کور په خونه کې ورته راځوړندوم.»

دا وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او په کورنۍ کې بل داسې څوک هم نه لري چې د دې او  ماشومانو سرپرستي پر غاړه واخلي.

هغې زیاته کړه: «څو ورځې کېږي چې په کور کې وچه ډوډۍ هم نه لرو، اولادونه مې له سختې لوږې سره مخ دي، اورم چې یو او بل ځای له خلکو سره مرستې کېږي خو زموږ تر اوسه هیچا مرسته نه ده کړې، ان څوک مو پوښتنه هم نه کوي.»

د نوموړې په خبره، له بدې ورځې یې خپل کوچنی زوی مجبور کړی چې په بازار کې د خلکو بوټونه رنګ کړي.

هغه غوښتنه کوي چې حکومت او مرستندویه ټولنې دې له دوی او د دوی په څېر بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړي.

د دغې مېرمنې پنځه کلن زوی حیات خان په خپله وړه ژبه پژواک خبري اژانس ته وویل، په بازار کې د خلکو بوټونه رنګوي او د ورځې ۳۰ یا ۴۰ افغانۍ کور ته راوړي.

خو دی وايي، په دغو پیسو د یوه وخت وچه ډوډۍ هم نه کېږي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب الله مجاهد وايي، په دغه ولایت کې تېرو جګړو په زرګونو کورنۍ زیانمنې کړې چې مرستې ورسره پيل شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، له بېوزلو کورنیو سره له دې مخکې هم مرستې شوې او اوس هم هڅې کېږي چې دغسې کورنۍ په نښه او مرستې ورسره وشي.

دا یوازې شفیقه نه ده چې جګړو ورڅخه خاوند اخیستی او دا یې بدمرغه کړې ده؛ بلکې په هېواد کې لسګونه زره ورته مېرمنې شته چې خپل خاوندان او زامن یې په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړي او اوس له ستونزو ډک ژوند تېروی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.