[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۱): حکمتیار وایي، د هېواد ترینګلی وضعیت يوې درنې او د ملت ممثلې شورا ته اړتیا لري؛ او همدا کولی شي د ټولو ملي مسایلو په اړه داسې پرېکړې وکړي چې د ملت غوڅ اكثريت به یې تر شا ولاړ وي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، د داسې طرحې د پلې کېدو احتمال کمزوری دی چې د افغانستان سرپرست حکومت له مخالفينو له قید او شرط پرته تسليمېدا غواړي.
ده افغانستان ته د «امریکا ګواښونه» پلمې بللي او ټینګار یې کړی چې افغانان باید په خپل هېواد کې د بلې نیابتي جګړې د پیل مخه ونیسي.
روان ترينګلى وضعيت يوې درنې د ملت ممثلې شورا ته اړتیا لري
حکمتیار دا څرګندونې تېره ورځ د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال کړې او ویلي یې دي چې افغانان نن له «روان بحران» د وتلو لپاره يوې جامع او رغنده طرحې او حل لارې ته اړتیا لري؛ په دې اړه تر نورو وړاندې، بايد د افغانستان سرپرست حکومت اقدام وكړي او له ګواښونو د هېواد ژغورني لپاره مضبوط او عملي ګامونه واخلي او جګړه او عوامل یې د تل لپاره پاى ته ورسوي.
ده زیاه کړې چې د افغانستان د حکومت له لوري «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د راستنولو کمېسیون» جوړېدو ته نه يوازي د مقابل لوري عکس العمل سوړ وو، بلكې ځينو دا وړانديز د تسليمېدو په معنى تعبير كړى او ځينو جدي غبرګون ښودلى او د جګړې پر دوام یې ټینګار كړى.
د حزب اسلامي مشر ویلي: «د انقرې له ناستې او اعلاميې وروسته؛ د امارت اسلامي غبرګون هم فوري او جدي وو او هم یې له دوى سره هر راز مذاكرات په راتلونكې كې منتفي وګڼل، وې ویل، امنيت راغلى، اوسنى حكومت ټولشمول دی؛ ملت یې تر شا دی... او چا چې له بحرانه د وتلو لپاره د ملت رایې ته د رجوع طرحه وړاندې كړې؛ هغوى ته یې هم ځواب منفي دی او داسې معلومېږي چې پر ځاى یې د انتصابي جرګې پر جوړولو كار روان كړى.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې غویي میاشتې په نهمه د «افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» چې په انقره کې جوړه شوه، د افغانستان له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې د مذاکرې مېز ته حاضر شي او حکومت هم مخکې ویلي و چې د مخالفینو لپاره د خبرو درازوې پرانیستې دي. په دغې شورا کې د تېر حکومت چارواکي او ځیني سیاسیون لکه عبدالرب رسول سیاف، عطامحمد نور، عبدالرشید دوستم، حاجيمحمد محقق، میررحمان رحماني او نور شامل دي.
په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې له بدلون وروسته یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته تللي او ځیني یې له پخوا په بهر کې مېشت دي؛ خو د تېر کال د کب په ۲۵مه د افغانستان د سرپرست حکومت کابینې د مولوي شهابالدین دلاور په مشرۍ «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د راستنولو کمېسیون» جوړ او تصویب کړ او تېره شنبه (د غويي ۳۱مه) دغه کمېسیون خپله کړنلاره اعلان کړه او کار یې پیل کړ.
دغه راز حکومتي سرچینو ویلي چې د هېواد د مهمو مسایلو په اړه د بحث او سلا لپاره د یوې غونډې جوړولو پر طرحې کار روان دی او په دې غونډه کې به د هېواد له بېلابېلو سيمو بانفوذه څېرې ګډون ولري.
حکمتیار زیاتوي: «له داسې جرګې سره يوازې امارت اسلامي او هغه هم يوه برخه یې توافق لري، نه یې وسلهوال مخالفين مني او نه ټول ملت او نه د رایى خاوند افغانان؛ په هيڅ هېواد كې انتصابي جرگو نه يوازي ستونزي نه دي حل كړې بلكي تل یې هغه تشديد كړې دي.»
د حزب اسلامي مشر وایي، روان حساس او ترينګلى وضعيت داسې دی چې افغانستان يوې درنې د ملت ممثلې شورا ته اړتیا لري؛ همدا شورا كولى شي د «دښمنانو توطیې» شنډې كړي؛ د ټولو ملي مسایلو په تړاو داسې تصاميم ونيسي چې د ملت غوڅ اكثريت به یې تر شا ولاړ وي او د هېواد لپاره نوى اساسي قانون تصويب كړي.
د هغه په باور، اساسي ستونزه دا ده چې نه وسلهوال مخالفين پر يوه پیاوړي او منلي محور راټول شوي او متحد دي او نه سوله غوښتونكي معترضين.
د حکمتیار په وینا، دا په داسې حال ده چې مذاكرات په هغه صورت كې نتيجه وركوي چي دا درې محورونه، سرپرست حکومت، سولهغوښتونكي معترضين او وسلهوال مخالفين؛ صادقانه او بامقصده مذاكراتو ته كېني، د جګړو پاى ته رسولو ژمنه وكړي او هر يو خپله طرحه د مذاكراتو پر مېز کېږدي.
ده ویلي، د حکومت وسلهوال مخالفين متحد نه دي، د خونړيو خپلمنځيو جګړو مخینه لري، په تېرو ۴۴ كلونو كې یې د «پرديو په زور» پر افغانستان حكومت كړی، پر يوه محور راغونډېدل یې محال برېښي؛ نه واحد قيادت لري او نه له بحرانه د وتلو واضحه طرحه؛ او اوس هم د جنګ پر دوام ټينګار كوي.
د حزب اسلامی مشر وایي: «موږ ټولو مومنو او وطنپالو افغانانو ته بلنه وركوو چي راشئ د مخكنيو ناكامو او خونړيو تجربو د تكرار پر ځاى نوې او رغنده تګلاره غوره كړو؛ جګړه او پر هغې اصرار او ټينګار نفي كړو او د سالم او سولهییز رقابت او صادقانه، بلا قيد او شرط مذاكراتو له لارې ټولې ستونزې حل كړو. پرون مو همدا وړانديز وو او نه مو همدا دريځ دی.»
«د امریکا ګواښونه پلمې دي»
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، امريكا د بريد ګواښونه كوي؛ لهجه یې ورځ په ورځ تونده كېږي؛ په داسې حال كې چې نه پرون له افغانستانه امريكا ته كوم ګواښ متوجه وو او نه هم نن.
امریکا متحده ایالتونو ویلي، كه له القاعده او داعش امريكا ته كوم ګواښ متوجه شي نو فوري نظامي غبرګون به ښيي او ګواكې داسې عكس العمل ته یې عملاً ټول چمتووالى نيولى دی.
د حزب اسلامي مشر وایي: «هر افغان پوهېږي چې القاعده او داعش په افغانستان كې داسې فعال حضور نه لري چې امريكا او يا په سيمه كې بل هېواد وګواښي؛ نه دلته څرګند او ثابت مراكز لري او نه د سترو كارونو امكانات؛ عملاً ګورو چې دلته په جوماتونو كې له چاودنو پرته بل كار نه تر سترګو كېږي؛ او د ګاونډېو په خلاف يوازې تر لسو لږ ړانده داسې راكټونه توغول شوي چې له آمو سيند د اوښتو توان یې هم نه درلود. دا ټول ښيي چې د امريكا ګواښونه بې دليله او هسې پلمې او بهانې دي.»
د حکمتیار په وینا، امريكا د افغانستان د ستونزو حلولو په تړاو هیڅ رغنده او واضحه طرحه نه لري؛ د ماضي له تكرار پرته بل او نوى بديل نه دی ترې اورېدل شوى.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو تېره ورځ له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي چې هېواد یې افغانستان کې له هیڅ وسلهوال مقاومته ملاتړ نه کوي.
«افغانان باید د بلې نیابتي جګړې د پیل مخه ونیسي»
حکمتیار وایي: «د سيمې او ګاونډيو له وضعيت او د ځينو لوريو له اظهاراتو او اقداماتو داسې معلومېږي چې خداى مه كړه موږ به ښايي د ۲۰۰۱ ميلادي كال له وضعيت سره بيا مخامخ شو؛ له يوه بل مشترك بريد؛ د امريكا تر مشرۍ لاندې؛ داسې چي ګاونډيان به مو يو ځل بيا د بريدګرو ملګرتيا وكړي؛ ځينې ډلې همدې ته منتظر دي او همدا غواړي.»
د حزب اسلامي د مشر په وینا، هغه څه چې افغانان یې بايد وكړي دا دي چې د بلي نيابتي جګړې د پيلېدو او له تكرار یې مخنيوى وكړي، او پرېنږدي چې هېواد يو ځل بیا په داسې جګړه كې ښكېل شي.
ده ویلي، له دې حالته د هېواد د ايستلو مسئوليت تر ډېره بريده د افغانستان سرپرست حکومت لري؛ د رغنده تصميم فرصت لري؛ د وضعيت د دوام بدې پايلې یې هم تر نورو وړاندې دوى ته زیان رسوي.
هغه ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید داسي طرحه وړاندې كړي چي ټول افغان لوري پرې قانع كړي او د بحران په بېړني او دايمي حل كې مرسته وكړي؛ د داسې طرحې د منلو او عملي كېدو احتمال ډېر كمزورى دی چې «له مخالفينو بلا قيد و شرط تسليمېدا غواړي.»
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP