سرپل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د سرپل د کرنې ریاست د یاد ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ملخانو له منځه وړلو د کمپاین پيلېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د کرنې ریاست د نباتاتو د ساتنې مدیر محمدحلیم نوري پژواک ته وویل، ګوسفندي ولسوالۍ کې ملخان پیدا شوي، خو د تېرو کلونو په پرتله لږ دي.
هغه وویل، تر اوسه دغه ملخان په کنټرول کې دي او کښتونه ته یې زیان نه دی رسولی چې د کرنې ریاست نن د هغو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړ.
نوري وویل، دغه کمپاین د شکیار، کاریزها او صیاد کلیو کې له کروندګرو جوړ، لس کسیز څلورو ټیمونو په وسیله پرمخ وړل کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د هر ټيم رییس د نباتاتو د ساتنې یو کارمند دی چې بزګرانو ته لارښوونه کوي.
هغه زیاته کړه، یادو ټيمونو ته ۴۰۰ لیتره «دلتا مترین» درمل، ۱۰ پایې ماشینونه او ۱۰ جوړې محافظتي کالي ورکړل شوي او په یوه میاشت کې به هغه سیمې چې ملخان لري، د دوی له خوا پاک شي.
نوموړي زیاته کړه: «ملخان تراوسه کنټرول کې دي او فصلونو ته یې کوم زیان نه دی رسولی.»
نوري دغه راز وویل، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ملخان کم دي؛ خو له منځه وړل یې حتمي دي څو په راتلوونکو کال کې یې د ډېرېدو مخه ونیول شي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن