[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، د اهل تشیع له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او «د اسلامي امارت دریځ واضح دی چې د قدرت انحصار نه غواړي.»
د ریاست الوزرا د لومړي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ د اهل تشیع له یو شمېر علماوو، مشرانو او قومي مخورو سره لیدلي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د اهل تشیع د علماوو او متنفذینو د ټولنې مشر سید حسن فاضلزاده چې په یاده ناسته کې د نورو په استازیتوب خبرې کولې، ویلي: «موږ تل د اسلامي امارت ملاتړ کړی او کوو يې او موږ هغه ټولې کړنې او هڅې حرامې بولو کومې چې د موجوده اسلامي نظام د کمزوري کولو لپاره يې ځینې کړۍ کوي.»
ده زیاته کړې چې علماوو تل په شيعه مېشتو سیمو کې د هر راز ناامنيو مخه ډپ کړې ده.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې او ازادۍ ټولنې مشر عطاالله صادق شاهغاسي په دې ناسته کې ويلي: «بن کنفرانس د هېواد د اشغال، قومي او سمتي تعصبونو د زېږېدلو وثيقه او بالعکس د دوحې تړون بيا د هېواد د آزادۍ او قومونو تر منځ د يووالي او ورورولۍ وثيقه بللی شو. پخواني قومي ټيکهداران او هغه استخباراتي کړۍ نورې دلته ناچلې دي چې د ولسونو په وېشلو کي يې خپلې ګټې ساتلې.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ابادول یې هم د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.
ده ویلي: «د اسلامي امارت دریځ واضح دی چې د قدرت انحصار نه غواړي. د اسلامي امارت دروازه د افغانستان د هر وګړي پر مخ خلاصه ده، هر څوک چې افغانستان او افغانانو ته خدمت کوي، موږ یې هرکلی کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې ځینې کورنۍ او بهرنۍ سرچینې د افغانستان پر اوسني سرپرست حکومت نیوکې کوي، وایي چې دا حکومت ټولګډونه نه دی؛ خو چارواکي یې ټولګډونه بولي او وایي، د لا ټولګډونوالي لپاره یې هڅې کوي.
ملابرادر ویلي چې د هېوادوالو هوساینه او اقتصادي ثبات د حکومت له مهمو پروګرامونو او لومړیتوبونو څخه دي، څو وکولای شي په لنډ مهال کې اقتصادي وضعیت ښه کړي، خلکو ته د کار زمینه برابره او ورسره ملي عواید زیات شي.
[/restrict]
Views: 272
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن