Language

اروزګان کې دوه ځوانان هلمند سیند کې د ډوبېدو له امله مړه شول

ترینکوټ  (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۱) :ځایي مسوولین وایي چې د اروزګان دوه ځوانان د هلمند سیند کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

مسوولین وایې، نن تر غرمې وروسته ددې ولایت په هراوود ولسوالي کې دوه ځوانان تر هغه وروسته اوبو وړي او مړه شوي چي دغلته د تیرېدونکي هلمند سیند اوبو کې یې لامبل.

ددې ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس محمد اصف پژواک ته وویل چې پېښه د ولسوالي په دهزک نومې سیمه کې رامنځته شوې.

د هغه په وینا،  حافظ سعد الله ١٢ کلن او حافظ عابدالله ١٤ کلن ځوانان دي چې دې پېښه کې یې ژوند بایللی.

Related Topics