ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ۱۰زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده

لوګر کې ۱۰زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده

author avatar
29 May 2022 - 16:46
لوګر کې ۱۰زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده
author avatar
29 May 2022 - 16:46

پل علم (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د لوګر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ۱۰زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او دا لړۍ روانه ده.

د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد‌الدین شاه محبت پژواک خبري اژانس ته وویل، په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو په موخه د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې ریاست په ګډون له یو شمېر مهمو ادارو څخه یو ګډ کمېسیون جوړ شوی دی.

ده زیاته کړه، دغه کمېسیون توانېدلی چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړي.

نوموړی وايي، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي لړۍ روانه ده او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دولتي ځمکې غصب او بیا ورباندې کورونه او نورې ودانۍ جوړې کړي.

هغه یادونه وکړه چې د دولتي ځمکو راګرځولو د روان کمپاین په لړ کې یې یو شمېر هغه ودانۍ او کورونه هم نړولي چې پر دولتي ځمکو جوړ شوي وو.

دغه راز محبت دا هم وویل چې د ځمکو د غصب په تړاو یو شمېر کسان هم نیول شوي، خو ده یې شمېر و نه ښود.

د لوګر د پل علم ښاروال مولوي اسحاق سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د غصب د مخنیوي کمېسیون جوړ شوی، په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب کچه صفر ته ټیټه شوې ده.

دی زیاتوي، که بیا هم څوک دولتي ځمکې غصب کړي نو سخته سزا به وویني.

د لوګر یوه اوسېدونکي رفیع‌الله پژواک اژانس ته وویل، د تېر حکومت پر مهال په مرکز پل‌علم او ځینو ولسوالیو کې زرګونه جریبه دولتي ځمکې غصب شوې او کورونه ورباندې جوړ شوي دي.

هغه له غصبه د دولتي ځمکو د راګرځولو له کمېسیون څخه غوښتنه کوي چې خپلې هڅې چټکې او ټولې غصب شوې دولتي او شخصي ځمکې دې له غاصبانو خلاصې کړي.

د لوګر یو بل اوسېدونکی محمداجان بیا له خلکو غواړي چې د ځمکو د غصب او د غاصبانو د نیولو برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

هغه ټینګار کوي چې له غصبه د ځمکو راګرځولو لړۍ دې د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته وغځول شي.

که څه هم د اوسني سرپرست حکومت اداره تر اوسه په دغه ولایت کې د غصب شوو ځمکو کره شمېرې نه لري؛ خو د مخکني حکومت اړوند ادارو د پخوانیو شمېرو له مخې، د دغه ولایت په مرکز پل علم، برکي برک، محمد اغې او خوښۍ ولسوالیو کې څه باندې ۱۰۰زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

Views: 116

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.