Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د افغانستان سفارت د نویو سټیکرونو له لارې د پاسپورټونو تمدید پیلوي

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۱): په هند کې د افغانستان سفارت په داسې حال کې د غبرګولي له نهمې له کوربه هېواد سره په همغږۍ، د نویو سټیکرونو له لارې د پاسپورټونو تمدید پیلوي چې د بهرنیو چارو وزارت مخکې له همغږي پرته دا ډول کړنې ناقانونه بللې وې.

په افغانستان کې د زمري میاشتې په وروستیو کې له سیاسي بدلون وروسته، له اوسني افغان حکومت سره د هېواد د یو شمېر سیاسي استازولیو اړیکې پرې شوې دي.

د هند په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دغه سفارت له کوربه هېواد سره په همغږۍ د پاسپورټونو د تمدید لپاره نوي سټیکرونه معرفي کړي دي.

سرچینې لیکلي چې دا سټیکرونه یو لړ امنیتي ځانګړتیاوې لري چې مهمه یې د خاصو ماشینونو په واسطه پېژندنه ده او جعلکاري پکې «خورا سخته» ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد سفارت سر له سبا دوشنبې (د غبرګولي ۹ مه) د نویو سټیکرونو له لارې د پاسپورټونو د تمدید لړۍ پېلوي.

د افغانستان سفارت په هند کې له مېشتو هغو افغانانو چې د پاسپورټونو تمدید ته اړتیا لري، غوښتي چې د دغه سفارت قونسلي څانګې ته مراجعه وکړي.

دغه موضوع مو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

د یادونې ده، تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت له همغږۍ پرته په بهر کې د افغانستان سفارتونو له لوري د پاسپورټونو او د پاسپورټونو د تمدید سټیکرونو د چاپ هڅې ناقانونه او جعلي بللې وې او ویلي یې و چې ډېر پاسپورټونه موجود دي او هیڅ ځای کې یې چاپ ته اړتیا نشته.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.