[restrict paid=”true”]
غزني (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په دې وروسیتو کې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی او دلته یو وار بیا سیلګري د غوړېدو په حال کې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیبالله مجاهد وویل، د هېواد دغه مرکزي ولایت له لرغونې ښکلا برخهمن دی چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی دی.
هغه زیاته کړه، په وروستیو اتو میاشتو کې دغه ولایت ته ۴۸۶۶ کورني او ۴۶ بهرني سیلانیان ورغلي چې د دغه ولایت له تاریخي ابدو، لرغونو سیمو او ملي پارک څخه یې لیدنه کړې ده.
دی وايي، په بهرنیو سیلانیانو کې د ترکیې، امریکا، هالنډ، پولنډ، ایټالیا، فرانسې، مصر، چین او ګاونډیو هېوادونو وګړي شامل دي.
نوموړي د بېلګې په توګه ویکټر د امریکا او پیټر د هالنډ هغه دوه بهرني سیلانیان یاد کړل چې تېره اوونۍ غزني ته تللي وو او بېلابېلې لرغونې سیمې او تاریخي ابدات یې له نږدې ولیدل.
هغه په دغه ولایت کې د بشپړ امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکوي او وايي، هر څوک دغه ولایت ته د سیل او سیاحت په موخه په ډاډه زړه سفر کولای شي.
د غزني د موزیم مدیر اغا محمد خوشهزاده هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې دغه ولایت ته د ګرځندویانو او سیلانیانو پام ور اوښتی دی.
دی زیاتوي، دغه ولایت ته ورغلو سیلانیانو د نورو تاریخي او لرغونو سیمو د لیدلو تر څنګ له موزیم څخه هم لیدنه کړې ده.
د ده په خبره، د غزني په موزیم کې په زرګونو اثار موجود دي چې له اسلام مخکې او وروسته دورو (باختریانو، کوشانیانو، غزنویانو، غوریانو، ساسانیانو او نورو…) پورې تړوا لري.
هغه دغه اثار ډبرین، فلزي، چرمي سفالي، کاشي او مسي یاد کړل چې ځیني یې ان تر ۲۵۰۰ کلونو لرغونتیا لري.
غزني ته راغلي ګرځندویان وايي، دغه ولایت ګڼ تاریخي ابدات، لرغونې سیمې او زیارتونه لري چې دوی ته په زړه پورې دي.
عبدالباري چې له نیمروزه دغه ولایت ته په سیل راغلی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «پخوا امنیت نه و، له یوې سیمې بلې ته سیل او سفر سخت و؛ خو اوس چې امنیت ټینګ شوی، په ډاډه زړه بېلابېلو ولایتونو ته سفر کولای شي.»
هغه زیاته کړه، خوښ دی چې دغه ولایت ته راغلی او تر دې مهاله یې ګڼې تاریخي سیمې لیدلې دي.
بل لور ته د غزني اوسېدونکي خوښ دي چې د سیلګرۍ او سیاحت له غوړېدو سره به د دوی اقتصاد هم وده وکړي او ژوند به یې ښه شي.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي نظر محمد پژواک ته وویل، حکومت دې په دغه ولایت کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، د جګړو له امله ویجاړې شوې لارې دې ورغوي او نورې پرمختیايي پروژې پلې کړي څو دغه ولایت ته لا ډېر سیلانیان رامات شي.
غزني ډېر تاریخي ابدات، اثار، لرغونې سیمې او تفریحي ځایونه لري چې د نړۍ مورخینو او لرغونپوهانو یې په اړه په خپلو اثارو کې یادونې کړې دي.
له دې جملې یوه هم د دغه ولایت د ناور دښته ده چې د تېر حکومت پر مهال په ملي پارک ونومول شوه.
[/restrict]
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن