لښکرګاه (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د هلمند ولایت په دوو جلا جلا ترافیکي پېښو کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ددې ولایت د اطلاعاتو کلتور رییس حافظ راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چطنن مازیګر د مرکز لښکرګاه ښار د بست تصدۍ مخې ته پر غځېدلې لارې د یوه عراده تراکتور او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله یو تن وژل شوی دی.
نوموړی وایې چې د امنیتي ځواکونولخوا د تراکتور چلوونکی نیول شوی .
حافظ راشد زیاتوي چې بله ترافیکي پېښه د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ د چانجیر پر عمومي لاره شوې چې له امله یې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
حافظ راشد د معلوماتو له مخې پېښه د لوکسل موټر چلونکی د بې احتیاطۍ له امله رامنځ شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP