Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې سلګونه کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه

ایبک (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د خوړو نړیوال سازمان/ WFP د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې، ۱۵۰۱ مستحقو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړه.

د کرنې رياست مطبوعاتي مسوول فضل الرحمن ساعي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو خوراکي توکو کې ٣٧٣ ټنه اوړه، ٤٢ ټنه دال او ٣ ټنه د خوړو مالګه شامل دي چې ١٥٠١ کورنيو ته وېشل کېږي.

هغه زياته کړه، دغه پروګرام د HIA موسسې له خوا پلی کېږي او د وېش لړۍ یې په دره صوف پایین ولسوالۍ کې ٢٨ شوراګانو ته پېل شوه.

د نوموړي په وینا، د مستحقو کورنیو د پېژندلو سروې پخوا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست او د همکارې موسسې د استازو له خوا ترسره شوې وه.

ساعي وایي، په پام کې ده چې دغه پروګرام کې هرې کورنۍ ته ۲۲۵ کیلوګرامه اوړه، ۲۸ کیلوګرامه دال او ۲ کیلوګرامه مالګه ووېشل شي.

له بلې خوا، هغه کسان چې دغه خوراکي توکي یې ترلاسه کړي له دې پروګرامه خوښي څرګندوي.

د دره صوف پایین ولسوالۍ د مقصود کلي اوسېدونکي ٥٥ کلن بابا مراد پژواک خبري اژانس ته وويل: «ډېر خوښ يم چې نن راته اوړه، دال او مالګه راکړل شوه.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د دغې ولسوالۍ ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، څو وکولای شي چې یوه مړۍ ډوډی پیدا کړي او بهر ته د ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.