فراه (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، نن د دغه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر د لومړي ځل لپاره په يوه ترانزيټي بندر بدل شو.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له دې وروسته سوداګر کولای شي چې له ايران څخه په مستقیم ډول سوداګریز مالونه وارد کړي.
سرچينې د ياد ولایت د ځمکني ترانسپورټ د تنظیم رييس مولوي حکمتالله سبحاني اغا له قوله ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی څو د هېواد ټولو تجارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې د فراه ولایت د ګمرک، کمیسارۍ او ځمکني ترانسپورټ د مسوولینو په شتون کې، د فراه ولایت د ملي سوداګرو لومړی ترانزیټي کاروان د شیخ ابونصر فراهي سوداګریز بندر له لارې هېواد ته وارد شو.
د ابونصر فراهي بندر د ایران له بيرجند بندر سره ګډه پوله لري.
Views: 110
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن