کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ترکیې سفیر وایي، د افغانستان او ترکیې اړيکې مثبت اړخ ته روانې دي؛ هڅه کوي چې نورې هم پراخې شي او ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ترکيې له سفیر جهاد ارګینای سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړتيا یې خبرې وکړې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ارګینای په دې ليدنه کې ویلي چې د افغانستان- ترکیې اړيکې مثبت اړخ ته روانې دي؛ ترکیې له افغانستان سره په لوړه کچه بشري مرستې کړې او دوام به ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت ډېر مخالفین په ترکیه کې ژوند کوي.
ارګینای ویلي: «خپل سوداګر هڅوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په دې لټه کې یو چې څنګه اړیکې نورې هم پراخې کړو.»
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم له افغانستان سره د ترکیې د بشري مرستو له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان سرپرست حکومت به د ترکيې سوداګرو ته په افغانستان کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
ده ویلي چې د افغان- ترک حکومتونو مثبتې اړیکې د دواړوهېوادونو په ګټه دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په ناسته کې دواړو خواوو یو له بل سره د سیاسي موضوعاتو په تړاو هم نظریات شریک کړل او د دوه اړخیزې همکاري پر دوام یې ټینګار وکړ.
Views: 79
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن