ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرانسې سفیر ډاکټر عبدالله سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې

د فرانسې سفیر ډاکټر عبدالله سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې

author avatar
1 Jun 2022 - 23:22
د فرانسې سفیر ډاکټر عبدالله سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې
author avatar
1 Jun 2022 - 23:22

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱) : په افغانستان کې د فرانسې سفیر د ملي روغې جوړې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

د فرانسې سفیر ډیویډ مارټینون د غبرګولي په ۱۱مه، پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د افغانستان د نوي سرپرست حکومت تر واکمنۍ لاندې د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

هغه ددې خبرو نور جزییات نه دي په ډاګه کړې، خو ډاکټر عبدالله عبدالله دا مهال په هندوستان کې مېشت دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان پر وضعیت یو ځل بیا سیاسي هلې ځلې تندې شوې دي، افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم په نوي ډیلي کې له ډاکټرعبدالله سره لیدلي وو.

دغه راز ویسټ په ازبیکستان او ترکیه کې هم له یو شمېر افغان سیاسیونو او فعالانو سره لیدنې کتنې کړې او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې د هغوی نظرونه اوریدلي دي.

Views: 609

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.