ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوړو نړۍوال سازمان: په افغانستان کې له اته میلیون بېوزلو سره د مرستې لپاره بودجه نه لرو

د خوړو نړۍوال سازمان: په افغانستان کې له اته میلیون بېوزلو سره د مرستې لپاره بودجه نه لرو

author avatar
2 Jun 2022 - 00:03
د خوړو نړۍوال سازمان: په افغانستان کې له اته میلیون بېوزلو سره د مرستې لپاره بودجه نه لرو
author avatar
2 Jun 2022 - 00:03

اتلانتا (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د خوړو نړۍوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې ۱۸ میلیون خلک خوړو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د دغه پروګرام اجرائیوي رییس ډيويډ باسلي د غبرګولي په لسمه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دوی اوس‌مهال په افغانستان کې یوازې لس میلیون خلکو ته د خوړو چمتو کولو لپاره بودجه لري.

هغه زیاته کړې چې د پاتې نورو اته میلیون افغانانو لپاره پیسې نه لري.

نوموړي دا هم لیکلي چې سربېره پر دې د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې او د هغو انتقال هم بودجې ته اړتیا لري.

باسلي زیاته کړې چې یاد سازمان په یاد هېواد کې بېوزلو خلکو ته د رسېدو لپاره ۱.۲ میلیارد ډالرو ته ضرورت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې په یوه ګډ راپور کې ویلي چې اوس‌مهال د افغانستان نږدې ۲۰ میلیون خلک چې د دغه هېواد شاوخوا نیمايي نفوس جوړوي، له سختې لوږې سره مخ دي.

په دغه راپور کې چې تېره میاشت خپور شوی، راغلي، که څه هم بشري مرستو په ژمي کې د انساني فاجعې مخه ونیوه، خو زیاتوي چې اوس هم په دغه هېواد کې لوږه په بېساري ډول موجوده ده.

دغه سازمان ویلي، په افغانستان کې د وچکالۍ دوام، د کرونا ویروس اغېزې او د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل د دې لامل شوي چې د افغانستان په میلیونونو اوسېدونکي له لوږې او فقر سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې افغانستان د ۲.۵ میلیون ټن غنمو له کمبود سره مخ دی او یوازې د دغه هېواد پنځه سلنه وګړي کولای شي چې کافي خواړه وخوري.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.