میدان ښار (پژواک،۱۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د ميدان وردګو د کرنې ریاست له لوري ۸۷۵ کسانو ته د لنډ مهال لپاره کاري زمینه برابره شوه.
د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په شیخ اباد او تنګي درو کې، نن پنجشنبه د «FAO» موسسې په مالي لګښت د افغانستان د نسلونو راتلونکى (FGA) موسسې له لوري ۸۷۵ کسانو ته د شلو ورځو لپاره د کار زمینه برابراه شوه.
د کرنې ریاست له خوا پژواک اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هر کس ته د شلو ورځو کار په مقابل کې سل امریکايي ډالر ورکول کېږي.
سرچینه وایي، یاد شمېر کسان به په سیمه کې د ځمکو د خړوبولو ویالې او کارېزونه پاکوي چې له یوې خوا به د دوی ځمکې خړوبې شي او له بلې خوا به د خوراکي توکو د کمښت ستونزه حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP