کندهار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د هوا له ګرمېدو سره د شري ناروغي ډېره شوې چې دوی یې د کمولو هڅې کوي.
د دغه ولایت د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر محمد صدیق پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتون ته د وري میاشتې په پرتله په غويي میاشت کې ډېر ماشومان ور وړل شوي چې د شري په ناروغي اخته شوي وو.
دی وايي، تېره میاشت ۵۰۰ ماشومان د شري په ناروغي اخته شوي او له دې ډلې ۹ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه: «تېره میاشت میرویس روغتون ته ۵۰۰ په شري اخته ماشومان راوړل شوي دي چې ۱۵۵ یې بستر شوي او ۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی، دغه ماشومانو ځکه ژوند له لاسه ورکړی چې موږ ته پر وخت نه دي را رسول شوي او ناروغي یې شدیده شوې وه.»
د ده په خبره، له غويي میاشتې مخکې په وري میاشت کې دغه روغتون ته ۳۸۵ د شري په ناروغي اخته ماشومان ور وړل شوي وو چې ۱۸۳ تنه یې بستر شوي وو.
هغه وویل، په یاده میاشت کې هم ۱۰ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی و چې بیا یې هم لامل پر وخت روغتون ته نه رسول و.
دی وايي، ډېری هغه ماشومان چې واکسین شوي نه وي د شري ناروغي بد اغېز ورباندې کوي.
نوموړی پر والدینو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو تر څنګ د شري او نورو ناروغیو واکسین ورکړي څو ژوند یې وژغورل شي.
د کندهار میرویس رغتون ته د راوړل شوو ناروغو ماشومانو پایوازان وایي، د شري د واکسین په اړه اړه معلومات نه لري نو ځکه یې خپلو ماشومانو ته واکسین نه دی ورکړی.
په شري د اخته یوه ماشوم مور زرمینې پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ له ژېړۍ ولسوالۍ راغلي یو، د شري په واکسین خبر نه یو، کوچني ته مو نه دی ورکړی، هلته یې په کلینیک کې راته وویل چې ښار ته یې بوځئ، کوچنی مو ډېر په عذاب و.»
د یوې بلې ناروغې ماشومې ورور نوراحمد وايي، ماشومې ته یې د پولیو واکسین ورکړی، خو د شري واکسین یې نه دی ورکړی؛ ځکه په دې اړه یې معلومات نه درلودل.
ده زیاته کړه، اوس خبر شو چې د شري واکسین هم شته او باید ماشومانو ته ورکړل شي.
دی وایي: «موږ خو یوازې د پولیو واکسین پېژانده او ماشومانو ته مو هر وخت ورکړی دی، خو که خبر وای چې د شري واکسین هم شته بیا مو ماشومان واکسینول.»
روغتیايي کارکوونکي وایي، والدین باید خپل ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې تر یوه کال کښته وي د ګوزڼ، شري، تورې غاړې، شنې ټوخلې، ټيټانوس، توبرکلوز، تور ژیړي، سینه بغل او والګي په وړاندې واکسین کړي، څو له دغو ناروغیو وژغورل شي.
دوی زیاتوي، د یادو ناروغیو ضد واکسینونه په هر روغتیايي مرکز کې په وړیا ډول ماشومانو ته ورکول کېږي.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن