[restrict paid="true"]
مزار شریف (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې یوه سړي د خپلو ورونو په مرسته، د خپلې مېرمنې سر غوڅ کړی او په دې تړاو څلور تورن کسان هم نیول شوي دي.
۳۳ کلنه ریتا چې د خپل خاوند دویمه مېرمن وه، درې میاشتې وړاندې د خپل خاوند له خوا یې سر غوڅ کړای شوی او جسد یې یوه څاه کې اچول شوی و.
د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وایي، د ریتا د وژلو په تور یې څلور کسان نیولي او اصلي مجرم - چې د نوموړې خاوند و - په تېښته بریالی شوی دی.
د وزیري پر وینا، د نیول شویو کسانو له ډلې دوه یې د ریتا لیورونه او دوه نور یې د هغې د خاوند د بلې مېرمنې له کورنۍ څخه دي.
د مزار شریف ښار څلورمې حوزې جنایي جرمونو امر محمدعمر بلال وایي: «مومن د پخواني حکومت پر مهال د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده درلوده او د خپل مېرمن سر یې د چاړې په مرسته پرې کړی او جسد یې هم یو نظامي بکس کې ځای پر ځای او بیا یې څاه ته اچولی و.»
د ریتا ورونه وایي، دوی په هرات ولایت کې ژوند کوي او کله چې له پېښې خبرېږي امنیتي مسوولین خبروي او د کشفي او امنیتي مسوولینو په مرسته د خپلې خور جسد څاه کې پیدا کوي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ له جرمونو سره د مبارزې ریاست مسوولین وایي چې تېرو نهو میاشتو کې د تاوتریخوالي او جنایي جرمونو ۳۵ پېښو ته یې رسېدنه کړې، خو تر ټولو «فجیعه» پېښه هم همدا ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP