[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱): عامې روغتیا وزارت وایي، د کابل ښار په شیخ زاید روغتون کې د ۱۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د اکسیجن د تولید یوه دستګاه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر محمدحسن غیاثي او ملګري پلاوي یې، د یوې غونډې په ترڅ کې د شیخ زاید روغتون د اکسيجن د تولید دستګاه پرانیسته او ګټې اخيستنې ته یې وسپارله.
د خبرپاڼې له مخې، ډاکټر غیاثي په یاد روغتون کې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت او د ناروغانو د روغتيايي حالت د ښه والي په خاطر د دغې دستګاه فعالول يو اغېزناک ګام وباله او ویلي چې دغه دستګاه د اروپايي ټولنې، آغاخان بنسټ او کورديد موسسې په مالي مرسته، د ١٦ ميليونه افغانيو په ارزښت په اوو مياشتو کې جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړي د معلوماتو پر اساس، دغه دستګاه په ۲۴ ساعتونو کې د ۴۰ بالونو اکسیجن د توليد وړتيا لري چې د ناروغانو د روغتيا په برخه کې به ترې کار واخلي.
خبرپاڼه کې راغلي، د آغا خان دفتر د کورديد له انسټيټیوت سره په همکارۍ په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، باميان، نيمروز، هرات، پکتيا، کابل او اروزګان ولايتونو کې هم لس د اکسيجن د تولید دستګاوې نصب کړې، چې په ۷ ولایتونو د جوړېدو چارې بشپړې او درې نورو کې ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
د شیخ زاید روغتون ۱۰۸ بستره لري او ډاکټران یې په عصبي جراحي، عصبي او عاجلو څانګو کې ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
[/restrict]
Views: 92
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن