Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د «قوش‌تېپې کانال» د چارو د چټکتیا لپاره کمېټه جوړېږي

د «قوش‌تېپې کانال» د چارو د چټکتیا لپاره کمېټه جوړېږي

author avatar
4 Jun 2022 - 17:40
د «قوش‌تېپې کانال» د چارو د چټکتیا لپاره کمېټه جوړېږي
author avatar
4 Jun 2022 - 17:40

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د چارو اداره وایي، د «قوش‌تېپې کانال» ته د ځانګړې شوې بودجې د لګښت او د دې پروژې د چارو د لا چټکتیا لپاره د څار کمېټه جوړېږي.

په بلخ ولایت کې د قوش‌تیپې د اوبو لګولو دغه ستره پروژه- چې د امکان سنجۍ مطالعات یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوي وو- د سیمې په کچه د اوبو لګولو ستره پروژه ګڼل کېږي.

د دغې پروژې کار د روان کال د وري په لسمه پیل شوی او ٦٠ ميليارده افغانۍ لګښت لري.

د راپورونو له مخې، دغه کانال - چې ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري - د امو له سینده په کال کې لس میلیارد متر مکعبه اوبه رابېلوي او د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو شاوخوا ۵۰۰زره هکټاره ځمکه خړوبولای شي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغې ادارې د مشر مولوي احمدجان احمدي تر مشرۍ لاندې، د چارو ادارې د انسجام مرستیال مولوي نورالحق انور او د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس عبدالرحمن عطاش نن د دغه کانال لپاره د منظورې شوې بودیجې پر خپل وخت رسېدو، مناسب لګښت او د چارو د چټکېدو لپاره ناسته وکړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د چارو ادارې رییس په دغه غونډه کې ویلي چې د قوش‌تېپې کانال ته ځانګړې شوې بودجې د لګښت او د دې پروژې د چارو د لا چټکتیا لپاره د څار کمېټه جوړېږي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې باید لوړپوړي څارندویه کمېټه جوړه شي چې وخت پر وخت د دغې پروژې له پروسې څارنه وکړي او مشرتابه ته د فعالیتونو راپورونه هم ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.