فراه (پژواک، ١٤ غبرګولى ١٤٠١): د فراه د کرنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې سږ کال پر ١٥٢٦٨ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوي او د حاصلاتو کچه يې هم ښه ده.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت امر ملا عبدالغني عابد نن (د غبرګولي ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې سږ کال د فراه په مرکز، شیبکوه، پشتکوه او پشترود ولسوالیو کې پر ١٥٢٦٨ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي.
د هغه په وينا، سږ کال له يادې ځمکې څخه ۵۰۰زره ټنه هندواڼې ترلاسه شوې دي.
بل لور ته، د فراه اوسېدونکي هم د هندواڼې حاصلاتو ته خوښ دي.
محمد عمر د فراه د مرکز اړوند دیګفروش سیمې اوسېدونکي پژواک ته وويل چې سږ کال د هندواڼو د حاصلاتو کچه ښه ده.
دى زياتوي: «دا مهال يو من هندواڼې له ٥٠ نيولي تر ٨٠ افغانيو پورې خرڅېږي.»
د يادونې ده، فراه د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دى چې هندواڼې پکې ښه حاصلات ورکوي او د افغانستان نورو ولايتونو ته هم صادرېږي.
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن