ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Jun 2022 - 17:14
تېره اونۍ افغانستان کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Jun 2022 - 17:14

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۱): تېره اونۍ ځینو هېوادونو له افغانستان سره پر تعامل او ښو اړیکو ټینګار وکړ او هېواد کې د مرګ ژوبلې کچه هم د تېرو ۱۶ اونیو په پرتله تر ټولو ټیټې کچې (۱۰ کسانو) ته راولوېده.

  • قطر او پاکستان له افغانستان سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کوي.
  • ترکیه: له افغانستان سره مو اړیکې مثبت لوري ته روانې دي.
  • هند: له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو.
  • د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست: غواړو له هند سره دفاعي همکارۍ هم ولرو.
  • د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان پر موضوع د خبرو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل.
  • امریکا: افغانستان کې له هيڅ وسله‌وال مقاومته ملاتړ نه کوو.
  • ملګري ملتونه وایي، القاعده افغانستان کې فعالیت لري؛ خو حکومت یې ردوي.
  • ایران او تاجکستان: افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.
  • د افغانستان د رییس‌الوزرا مرستیال: حکومت د قدرت انحصار نه غواړي.
  • تېره اونۍ افغانستان کې ۶ کسان وژل شوي او ۴ ټپیان دي.

مرګ ژوبله

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۶ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د مرګ ژوبلې په یادو شمېرو کې د طبعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو په دايکنډي او کندوز ولايتونو کې يو – يو تن وژلی او په کندوز کې د يوې سرګلولې د چاودنې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او يو بل ټپي شوی دی.

دغه راز، په کابل ښار کې د ماین چاودنې دوه کسان ټپيان کړي او په غور کې بیا يو کس په مرموز ډول وژل شوی دی.

ځايي سرچينې وايي، ناپېژاندو وسله‌والو په فراه کې يو کس وژلی او زوی يې ورته ټپي کړی دی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اوونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

له افغان حکومت سره تعامل

تېره اونۍ، قطر د لوېدیځو هېوادونو له چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د کړکېچ مخنيوي لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ډېر کړي.

دغه راز، د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ تعامل يوه ټاکنه نه، بلکې يوه اړتيا وبلله او له افغانستان سره یې پر بشري مرستو ټينګار وکړ.

تېره اونۍ، په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای وویل چې د افغانستان او ترکیې اړيکې مثبت اړخ ته روانې دي؛ هڅه کوي چې نورې هم پراخې شي او ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز، د قزاقستان ولسمشر جومارت توکایف د دغه هېواد په پلازمېنه الماتا کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې ډیبورا لاینز سره ليدنه کې وویل چې په افغانستان کې د ثبات راتلو لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي سره په ليدنه کې وویل چې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي. هند وړمه اونۍ ویلي و چې افغانستان کې د خپل سفارت بیا پرانیستل څېړي.

دغه راز، متقي هم ویلي چې د افغانستان د حکومت اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ورځ تر بلې د پیاوړتیا پر لور روانې دي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب ویلي چې هند سره د ډیپلوماتیکو اړیکو تر جوړېدو وروسته، غواړي له دغه هېواد سره دفاعي همکارۍ هم ولري.

په ورته مهال، د تاجکستان او ایران ولسمشرانو بیا په تهران کې د ليدنې پر مهال په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی.

د راپورنو پر بنسټ، تېره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په ازبکستان او ترکیه کې له ځینو افغان سیاستوالو، د مخکیني حکومت له چارواکو، سوداګرو، مېرمنو او خبریالانو سره کتلي او يادو افغانانو ويلي چې تاوتریخوالی د افغانستان د ستونزې حل لار نه ده. هغوی له سیاسي لارې تعامل غوره بللی دی.

امریکا: افغانستان کې له هيڅ وسله‌وال مقاومته ملاتړ نه کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو ویلي، هېواد یې په افغانستان کې له هيڅ وسله‌وال مقاومته ملاتړ نه کوي، امریکا د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي، څو د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار حق ته  احترام ولري او «ټولګډونه حکومت» جوړ کړي.

ملابرادر: حکومت د قدرت انحصار نه غواړي

خو د افغانستان د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی «د اسلامي امارت دریځ واضح دی چې د قدرت انحصار نه غواړي.»

ملګري ملتونه وایي، القاعده افغانستان کې فعالیت لري؛ خو حکومت یې ردوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، القاعده افغانستان کې فعالیت لري، د تېر په پرتله یې ازادي هم ډېره شوې او د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د اسلامي امارت له مشر سره بیعت کړی دی.

دغه راز، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په تهران کې د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان سره د کتلو پر مهال ویلي، دواړه هېوادونه افغانستان کې د «ترهګرو د شتون» په اړه جدي اندېښنه لري.

خو د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي وايي، دا ادعا چې افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون او فعالیت لري، بې بنسټه ده او په کلکه یې ردوي.

د نجونو او بشري حقونو په تړاو اندېښنې

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلسون د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د دغه هېواد له چارواکو او پکې مېشتو يو شمېر افغانانو سره خبرې کړي او په افغانستان کې يې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

دغه راز، د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو چارو مسوولې هیدر بار ويلي چې یاد او ۲۴ نورو بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یو لیک لېږلی چې په یوه ځانګړې غونډه کې، په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي.

له حجابه ملاتړ؛ خو د محدوديتونو پر وړاندې اعتراض

تېره اونۍ، په بلخ او بدخشان ولایتونو کې يو شمېر ښځو د بېلابېلو ناستو پر مهال د حجاب له رعايتولو ملاتړ وکړ او دا يې يو اسلامي حکم وباله.

دغه راز، په فارياب کې ځینو ښځو د يوه لاريون پر مهال بيا د حجاب له رعايتولو د ملاتړ ترڅنګ، له چارواکو وغوښتل چې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم پرانيزي.

ځینو ښځو بيا په کابل کې د يوه لاريون پر مهال افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او وايي تر هغې یې چې غوښتنو ته رسېدنه نه وي شوې، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي. دغه ښځې ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید پر ښځو «محدودیتونه» لرې کړي. دوی هم د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د ژر تر ژره پرانیستې غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ ويلي چې د افغانستان له ټولنې د ښځو او نجونو د منزوي کېدو لپاره هڅې په شدت سره روانې دي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ افغانستان ته ۶۴ ميليونه ډالر د بشري مرستو  لپاره رارسېدلي دي. د افغانستان بانک وایي، په تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې له افغانستان سره د دا ډول مرستو کچه ٨٨٩،٦ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

Visits: 180

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.