کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱) : په هلمند ولایت کې ددوو وروڼو ترمنځ د شخړې پر مهال په ډزو کې یې مور وژل شوې ده.
باختر اژانس د هلمند د ځایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې، دا پيښه د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په مارجې ولسوالۍ کې د اوبو د لښتي پر سر د دوو وروڼو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه ، خو مور یې ترمنځ د شخړې د هواري هڅه کوله.
په راپور کې راغلي، پر دې مهال یو ورور پر بل ورور ډزې کړې چې له امله یې مور وژل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP