کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د ۶۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
په یاده سیالۍ کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه چې په ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۲۷۶ منډې جوړې کړې او د زمبابوې لپاره یې د ۲۷۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري رحمت شاه ۹۴، حشمت الله شهیدي ۸۸ او راشد خان بیا ۳۹ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۶ منډې وکړې او سیالۍ یې د ۶۱ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.
د زمبابوې له لوري په توپوهنه کې سکندر رضا ۶۷، کایا ۳۹ او اروین بیا ۳۰ منډې جوړې کړې.
همدارنګه په توپ اچونه کې محمد نبی څلور، راشد خان دوه، فضل الحق فاروقي هم دوه، فرید ملک او عظمت الله عمرزي بیا د زمبابوې یو یو لوبغاړی و سوځول.
دغه راز یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو برخه ده چې د ۲۰۲۳ میلادي کال نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه ترسره کېږي.
د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله د ۲۰۲۳ نړۍوال جام لپاره د سوپرلیګ سیالیو په ترڅ کې د دې سیالۍ په ګټلو سره ۸۰ نومرې لري.
Views: 107
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن