هرات (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د هرات ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولین، د ښار په کچه د ځینو ویجاړو شویو سړکونو او ځایونو د بیارغونې خبر ورکوي او وايي، ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه په دغه ښار کې ۵۲ پراختیایي پروژې پلې شي.
د هرات ولایت ښاروال مولوي حیاتالله مهاجر د دغه مطلب د تایید ترڅنګ له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال وویل، د ښاروالۍ ریاست سږ کال د ځینو تاریخي ځایونو او ابداتو د بیارغونې پروګرامونو ترڅنګ، د سړکونو قیر کول او ترمیمول او دغه راز د ویالو او کانالونو جوړول هم په خپل پلان کې لري او دغه پروژې د روان کال ترپایه پلې کوي.
نوموړي زیاته کړه: «ټاکل شوې موږ د دغه کال ترپایه، ۵۲ پروژې په پلان کې ولرو، زموږ له پلان سره سم د ځینو سړکونو په ګډون به ډېری عامه لارې قیر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د دې ترڅنګ تاریخي ځایونه لکه د هرات لوی جامع جومات او جاده لیلامي سړک په تاریخي طرحې سره سنګکاري کېږي او دغه پروژه به له ۲۱ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت ولري.»
په ورته وخت کې، د هرات ښاروال زیاته کړه چې دغې ادارې د ۱۴۰۱ لمریز کال په بودجه کې، د ۷۹۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۲ پراختیايي پروژې په پام کې نیولې چې د ۱۰ لویو پروژو تدارکاتي اسناد طی مراحل شوي او ډېر ژر به یې کار هم پیل شي.
د ښاروالۍ د ادارې پر وینا، تر «پوسته نمبر یک» پورې د سپینې ادې سیمې سړک قیر کول، د لیلامي جادې سړک خښتو لګولو کار، د جاده بهزاد سړک قیر کول ،د ښار روښانول او د کندهار دروازې کانال جوړول په روان کال کې د دغې ادارې له سترو پروژو څحه دي.
د هرات ښاروال څرګنده کړه چې د سړکونو ۱۵زره متر مربع داغنیونه، په دودیز سبک سره د «جاده لیلامی» سړک جوړول، د فاضلابو دوه کیلومتره عمومي کانال جوړول او د بهزاد واټ سړک قیر کول د دغې ادارې په کاري لومړیتوبونو کې دي.
په ورته وخت کې، د هرات ځینو اوسېدونکو د ښاروالۍ له دې اقدامه هرکلی کوي او وايي، د دغو ځایونو په بیارغولو سره لږ تر لږه د تګ راتګ یو څه ستونزې راکمېږي.
د ښار یو هټۍوال عثمان وايي، د ښاروالۍ دغه اقدام کولای شي چې په راتلونکي کې خپله د خلکو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ولري؛ خلک هم باید په دغه نېک کار کې ونډه واخلي او د هرات له ښاروالۍ یې وغوښتل چې د بیارغونې دغه راز کارونو ته دوام ورکړي.
د هرات یوه اوسېدونکې نبیلا هم د ښاروالۍ دغه اقدام ستايي او د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايي، دا به د هرات ښار لپاره یوه ډېره ښه لاسته راوړنه وي او د دغو ځایونو له بیارغونې سره به د ښار ښکلا لا زیاته شي.
د ښاروالۍ ادارې پر وینا، هغه کوچنۍ پروژې چې کارونه یې بشپړ شوي یا روان دي او یا هم د پیلېدو په حال کې دي، لګښتونه یې د ښاروالۍ ریاست له لوري ورکول کېږي او سږ کال د هلپ، د ښاروندۍ میثاق ادارې او اروپايي ټولنې له دې ادارې سره هېڅ همکاري نه درلوده او د ښاروالۍ ادارې د دغو موسسو له مرستې پرته کار کړی دی.
د یادونې ده، اوسمهال د یادې ادارې له خوا د ښار په کچه د کوچنیو پروژو لکه د سړکونو او پلونو جوړولو، د سړکونو روښانولو او ځیني نور کارونه روان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP