ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سیندیزې حوزې ریاست: ننګرهار کې د اوبو ۷ کوچني بندونه جوړوو

د سیندیزې حوزې ریاست: ننګرهار کې د اوبو ۷ کوچني بندونه جوړوو

author avatar
5 Jun 2022 - 11:52
د سیندیزې حوزې ریاست: ننګرهار کې د اوبو ۷ کوچني بندونه جوړوو
author avatar
5 Jun 2022 - 11:52

جلال اباد (پژواک، ١٥ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار د سينديزې حوزې رياست وايي، د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د وچکالۍ د مخنيوي په موخه د اوبو ۷ کوچني بندونه جوړوي.

چارواکي وايي، که څه هم تر اوسه دغې برخې ته ځانګړې بودجه نه لري، خو هڅه کوي چې خصوصي سکټور وهڅوي څو په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د ننګرهار د سيندیزې حوزې رييس سيد احد پاچا نن (د غبرګولي ١٥مه) پژواک اژانس ته وويل چې په يادو ولسواليو کې يې د وچکالۍ د مخنيوي په موخه تر ځمکې لاندې اوبو سطحې معلومولو په موخه سروې پيل کړې ده.

هغه وايي، هڅه کوي چې په پنځو ولسواليو کې د غرونو او طبيعي اوبو زېرمه کولو لپاره د اوبو کوچني بندونه جوړ کړي.

نوموړي وويل: «يو بند په حصارک ولسوالۍ کې دى، شېرزادو کې دوه ډيمونه دي، پچيراګام کې يو ډيم دی، هسکې مېنه کې دوه ډيمونه دي، نازيانو کې يو ډيم دی چې دې سره به اوبه هم را کنټرول شي او هم به چينې اوبه پيدا کړي.»

د سينديزې حوزې رييس د معلوماتو له مخې، د ننګرهار له څو محدودو ولسواليو پرته نورې ټولې ولسوالۍ وچکالۍ ځپلې دي چې له امله يې د غنمو فصل هم خراب شوی دى.

هغه زياتوي چې د ننګرهار له ۲۲ ولسواليو څخه يوازې د بهسودو، کوز کونړ، کامې، ګوشتې او بټي‌کوټ ولسواليو له ځينو برخو پرته، نورې ټولې ولسوالۍ له وچکالۍ سره مخ دي.

هغه وايي: «د کابل سيند نه پورته ټولې ولسوالۍ له وچکالۍ سره مخ دي، زموږ دا موسمي اوبه چې له سپين غر څخه راځي پخوا به د کب په ۲۵مه راتللې، سږ کال د غويي په ۲۵مه راغلې چې اوس ختمې شوې دي.»

د سينديزې حوزې رييس وویل، د دغې ستونزې د حل لپاره يې تر ځمکې لاندې اوبو کچې معلومولو او دا چې څنګه دغه ستونزه حل شي سروې پيل کړې ده.

بلخوا، د ننګرهار ولايت اوسېدونکي که څه هم د سينديزې حوزې دغه اقدام ستايي، خو وايي چې يوازې په سروې بايد بسنه ونه شي او عملي اقدامات هم ترسره شي.

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ يوه کروندګر نقيب‌الله پژواک ته وويل چې د غنمو حاصلات يې د تېر کال په پرتله ډېر کم وو او اوس چې يې جوار کرلي هم ښه وده يې نه ده کړې.

هغه له حکومته وغوښتل چې د وچکالۍ د مخنيوي لپاره دې په غرنيو سيمو او تنګيو کې د اوبو بندونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې سږ کال د وچکالۍ له امله د غنمو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی او د جوارو فصل ته کروندګر سر له اوسه اندېښمن دي.

Views: 152

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.