Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې په لومړي ځل له میرویس نیکه پوهنتونه ۷۲ محصلین فارغ شول

کلات (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۱): په زابل کې د میرویس نیکه پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه په لومړي ځل ۷۲ نارینه او ښځینه محصلین فارغ او فراغت لیکونه ورکړل شول.

په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د دغه پوهنتون د رییس، استادانو او محصلینو تر څنګ یو شمېر چارواکو هم ګډون کړی وو.

د میرویس نیکه پوهنتون رییس روح‌الله مشال وویل، د لومړي ځل لپاره د دغه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند له ریاضي، بیولوژي، کېمیا او فزیک له څانګو ۶۹ نارینه او ۳ ښځینه محصلین فارغ شول.

هغه له یادو فارغانو وغوښتل چې نورې لوړې زده‌کړې هم وکړي او په ملي احساس خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال دغه پوهنتون د اقتصاد، زراعت او ښوونې او روزنې درې پوهنځي لري چې د بېلابېلو ولایتونو ۸۵۰ محصلین پکې په تحصیل بوخت دي.

خو دی وايي چې په نژدې راتلونکې کې به په دغه پوهنتون کې د شرعیاتو، حقوقو او قابلګي پوهنځي هم فعال شي.

غونډې ته د زابل د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت وویل، دغه فارغان کولای شي له دوی سره د ښوونکو په توګه کار وکړي څو د پوهنې بهیر پياوړی کړي.

د فارغو شوو محصلینو په استازولۍ یوه محصل ذبیح‌الله نهضت‌مل خبرې وکړې او ویې ویل، خوښ دی چې له نورو ملګرو سره یو ځای پوهنتون کې خپلې زده‌کړې پای ته رسوي.

ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې دوی ته د نورو لوړو زده‌کړو تر څنګ د کار او خدمت فرصتونه هم برابر کړي.

د یادونې ده چې میرویس خان نیکه پوهنتون په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په زابل کې تاسیس شو او دا مهال یې په بېلابېلو پوهنځيو کې سلګونه محصلین پر زده‌کړو بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.