کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د بې اسنادو، ښي لاس او مؤقت پنځه کلن جواز لرونکو موټرو اړوند موضوع څېړل کېږي او د هغو موټرو موضوع محکمې ته سپارل کېږي چې د نشه يي توکو د جرمونو په تور ضبط شوي دي.
د چارو ادارې لوی رياست پر خپل ټويټر ليکلي چې دغه پرېکړې د تېرې دوشنبې په ورځ د کابینې غونډې کړې دي.
یادې ادارې لیکلي چې کابینې د ټرانسپورټي ستونزو هواري کمېسیون ته دنده سپارلې چې د ترافیکو لوی ریاست د استازو په ګډون د بېاسنادو، ښيلاس او مؤقت پنځه کلن جواز سیر درلودونکو موټرو اړوند ستونزه وڅېړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ګڼ شمېر بېاسناده او د ښيلاس موټر چلېږي او تېر حکومت په ۱۳۹۱ کال کې شاوخوا شپږ زره بې اسناده موټرو ته موقت پنځه کلن جوازونه ورکړي وو.
تېر حکومت ویلي وو چې شاوخوا ۵۰زره موټر «راسته لاس» بېاسنادو موټرو ته رمز لرونکي سټېکر وېشل کېږي؛ یاد حکومت یو شمېر دغه ډول موټرو ته دغه سټېکرونه ووېشل، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.
د چارو ادارې د څرګندونو له مخې، کابینې د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د نشه يي توکو د جرمونو په تور د ضبط شوو بې اسنادو موټرو موضوع دې د څېړنې لپاره د نشه يي توکو ځانګړې محکمې ته وسپاري.
د چارو ادارې نه دي لیکلي چې د نشه یي توکو د جرمونو په تړاو څومره موټر او کله نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP