ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د مخابراتي شبکو ٢٠ سايټونه جوړ او بيارغول شوي

پکتيا کې د مخابراتي شبکو ٢٠ سايټونه جوړ او بيارغول شوي

author avatar
8 Jun 2022 - 14:45
پکتيا کې د مخابراتي شبکو ٢٠ سايټونه جوړ او بيارغول شوي
author avatar
8 Jun 2022 - 14:45

ګردېز (پژواک،١٨غبرګولى١٤٠١): د پکتيا مخابراتو رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو ۱۵ سايټونه بيارغول شوي او پنځه نور نوي جوړ شوي دي.

د دوی په خبره، د دغو سايټونو په فعالېدو سره په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو په خدماتو کې ښه والی راغلی او هڅه کوي نور سايټونه هم فعال کړي.

د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریيس مولوي نصيرالله  هجرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو مياشتو کې د سلام مخابراتي شبکې ١٥ سايټونه چې په تېرو جګړو کې تخريب شوي وو، بېرته رغول شوي دي.

هغه وايي چې خصوصي مخابراتي شبکو هم په دغه ولايت کې پنځه نوي سايتونه فعال کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې د یادو سايټونو ډېر شمېر يې په هغو لرو پرتو سيمو کې فعال شوي چې خلکو يې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

هجرت وايي چې د دغو سايټونو په فعالېدو سره د مخابراتي شبکو په خدمتونو کې ښه‌والی راغلی او کوښښ کوي، په هغو سيمو کې چې مخابراتي خدمات کمزوري دي، نور سايټونه هم فعال کړي.

د پکتيا خلک د مخابراتي شبکو د وروستيو خدماتو له امله خوښ دي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکي انور مراد پژواک ته وويل: ((دا چې په دې  وروستيو کې د مخابراتي شبکو يو شمېر سايټونه رغول شوي، دا د خوشحالۍ خبره ده خو ترڅنګ يې بايد کيفيت ته هم پاملرنه وشي.))

نوموړی وايي چې لا هم د مخابراتي شبکو اړيکې بې کيفيته او د انټرنېټ نرخ يې لوړ دى.

خو د پکتيا مخابراتو برخې مسوولين وايي چې ياده ستونزه يې له مسوولو چارواکو سره شريکه کړې څو د حل يوه لار ورته پيدا کړي.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.