Language

کابل کې د هنري اثارو ګټونکو ته جایزې ورکړل شوې

کابل (پژواک ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان هنر شبکې له خوا په کابل کې د بېلا بېلو هنرمندانو د هنري آثارو تر ارزونې وروسته څو تنو ته هنري جايزې ورکړې.

د يادې شبکې مسوول رفيع بیان، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان هنر شبکې د هنري اثارو په اړه سیالي اعلان کړې وه چې په څو اونيو کې څه باندې پنځوس هنري اثار راټول شوي وو چې په دې اثارو کې ډېری یې د کابل، کندهار، ننګرهار او بامیانو څخه وو.

ده زياته کړه، د هنرمندانو د اثارو د کتلو او ارﺯونې لپاره د کابل پوهنتون، د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټيوټ او د غلام محمد میمنه ګي هنري مرکز نه د دې سياليو لپاره د قضاوت هيأت په توګه غوره شوي وو.

د هغه په وينا، د اثارو تر ارزونې وروسته لس غوره اثار د ستاینې وړ وګرځېدل چې نن د يوه محفل په جوړېدو سره درېيو لومړيو درجه ګټونکو ته د نغدو پيسو ترڅنګ تندیسونه او ستاينلیکونه ورکړل شول.

بیان وايي، لومړۍ درجې ګټونکې خاطرې حيدري ته اته زره افغانۍ، دويم درجه ګټونکي ظريف شريفي ته شپږ زره او درېيم نذیر احمد عظيمي ته څلور زره افغانۍ ورکړل شوې.

د ده په خبره، دغه سيالي د دې لپاره دوی ترسره کړه او ګټونکو ته يې جايزې ورکړې ترڅو هنرمندان وهڅول شي او فکر ونه کړي چې له خلکو هېر دي، نو دوی باید په راتلونکي کې نور اثار هم وپنځوي.

د افغانستان هنر شبکې مسوول د معلوماتو له مخې، ياد راټول شوي اثار نن په يوه نندارتون کې نندارې ته هم وړاندې شول چې لسګونو کسانو ترې لیدنه وکړه.