مزارشریف (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار دویمې ناحیې مربوطاتو کې د اورلګېدنې له امله يو کس مړ شوى او خلکو ته یې شاوخوا يو ميليون افغانۍ زيان اړولی دى.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د دويمې ناحيې اړوند د رجبباى د کارتنونو په سراى کې د سګرېټ لګېدلي فلټر له امله اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
هغه وايي، که څه هم چې د بلخ اطفايې کارکوونکو پر وخت اور مړ کړى خو له امله یې د چت لوېدو پېښه کې د سید مستقیم په نوم یو ٧٠ کلن سړی مړ شوى دى.
د وزيري د معلوماتو له مخې چې خلکو ته په دې پېښه کې د یو ميليون افغانیو په ارزښت زيان اوښتى او د څلورو ميليون افغانیو په ارزښت توکي یې ژغورل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP