ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د ډبرو سکرو د لومړي لوی مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په سمنګان کې د ډبرو سکرو د لومړي لوی مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
9 Jun 2022 - 14:43
په سمنګان کې د ډبرو سکرو د لومړي لوی مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
9 Jun 2022 - 14:43

ایبک (پژواک، ۱۹ غبرگولی ۱۴۰۱): د فاریاب ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د لومړني لوی مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د سمنګان والي عبدالرحمن کندوزي پرون (د غبرګولي په ١٨مه) په همدې مناسبت په نیول شوو مراسمو کې وویل، د ډبرو سکرو مارکېټ د حضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سمنګان- مزارشريف عمومي سړک ته نږدې په زر جريبه دولتي ځمکه کې جوړېږي.

خو هغه یې د جوړېدو د وخت او لګښت په هکله څه ونه ویل.

نوموړي زیاته کړه، په سمنګان ولايت کې د دغه مارکېټ په جوړېدو سره به له يوې خوا د تخلیې، پروسس او بارګیرۍ برخو کې د ډبرو سکرو سوداګرو ستونزې هوارې شي، له بلې خوا به يې د لېږد لاره ١٧٠ کيلومتره د مزارشریف د مارکېټ په پرتله لنډه شي.

د هغه په ​​وينا، پخوا به سوداګر په سمنګان کې د مناسب مارکېټ نشتوالي له امله د ډبرو سکرو را ايستلو، پروسس او بارولو په برخو کې له جدي ستونزو سره مخ وو.

هغه وایي، په همدې موخه يې د ولايت د رهبری په کچه له سوداګرو او هغو کسانو سره چې د ډبرو سکرو په برخه کې کار کړی او تجربه لري، له مشورې وروسته دغه سيمه د ډبرو سکرو د مارکېټ جوړولو لپاره د مناسب ځاى په توګه وټاکله.

په همدې حال کې د سمنګان امنيه قوماندان قاري احمدالله بدر د یادو مراسمو په ترڅ کې وويل: «خوښ يم چې په دې سيمه کې د ډبرو سکرو د يوه لوى مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د دغه مارکېټ په پرانيستل کېدو سره به پنځه زره کسانو ته په مستقیم او زرګونه کسانو ته په غیرمستقیم ډول زمینه برابره شي.»

هغه په کور دننه او بهر کې له ټولو پانګوالو غوښتنه وکړه چې په دغه مارکېټ کې پانګونه وکړي.

دغه راز امنیه قوماندان سوداګرو ته په سمنګان کې د بشپړ امنيت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هغوى ته هيڅ ډول امنيتي ګواښ نشته او کولای شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

بل خوا د سمنګان د کانونو ريس قاري محمد ظاهر مبشر وايي، چې د دره صوف بالا او دره صوف پایین او روی دواب د ډبرو سکرو په کانونو کې څه باندې شل زره کاریګر په کار بوخت دي. او له دغو کانونو څخه هره ورځ د ډبرو سکرو سلګونه موټرونه انتقالېږي.

هغه زياته کړه، له مياشتو راهیسې د سکرو بيه له ٢٢٠٠ څخه تر۳۰۰۰افغانيو پورې لوړه شوې او د صوف بالا د ډبرو سکرو کان د هېواد او سيمې په کچه يو له سترو کانونو دى او په هېواد کې له وروستيو پرمختګونو وروسته ۳ میلیاره افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

د صوف بالا دره د ډبرو سکرو کانونه په ١٣٤٥ کال کې د سیمې د اوسېدونکو له خوا موندل شوی او د هغه وخت د شوروي د کارپوهانو د يوې سروې له مخې په دغو کانونو کې شاوخوا ١٥٠ ميليونه ټنه سکاره شتون لري.

دغه راز د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو کانونه د بدخشان ولايت له غرونو پيلېږي، له تخار، بغلان، سمنګان او سرپل ولايتونو تېرېږي او د هرات د کوتل سبزک د ډبرو سکرو کان ته رسېږي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.