کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۱): په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هغو افغانانو ته چې د حج فریضې ادا کولو لپاره یې نوملیکنه کړې، د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۹مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، بیت الله شریف ته د حج ویزو ورکولو بهیر نن په کابل کې د سعودی عربستان سفارت له لوري د یوه حج تلونکي په نوم د لومړۍ ویزې په ورکولو سره پیل شو.
سرچینې زیاته کړې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت بیت الله شریف ته د حاجیانو د ویزو ورکولو بهیر د پیل د هرکلي ترڅنګ هڅه کوي چې په ټاکلي وخت سره د حج لپاره عربستان ته د روان کال حاجیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې ده، سږ کال له افغانستانه ۱۳۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته ځي او پر هر کس ۴۱۳۰ امریکایي ډالر لګښت اټکل شوی دی.
له دې مخکې د افغانستان ارشاد، حج او اوقافو وزارت له اریانا او کام اير هوایي شرکتونو سره د حاجیانو د لېږد رالېږد هوکړې لاسلیک کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP