نیلي (پژواک، ۲۱غبرګولی ۱۴۰۱): د دایکنډي مرکز نیلي ښار ځيني اوسېدونکي په دغه ښار کې د نشهیانو له خوا د غلاوو له ډېرېدو شکایت لري او له حکومته غواړي چې دې موضوع ته رسېدنه وکړي.
د دایکنډي د مرکز یو اوسېدونکی حاجي خېرمحمد وایي، روان کال کې دغو نشهیانو څو ځلې د سون لرګي، د اوبو ۳ پمپونه او کالي ورڅخه وړي دي.
هغه زیاته کړه، د دا ډول غلاوو د ډېرېدو یو اساسي لامل د نیلي په بازارونو کې د غلا شویو توکو د پېرېدونکو شتوالی دی. د هغه په باور، که هټۍوال د روږدو کسانو له خوا غلا شوي توکي ونه پېري، د داسې غلاوو اندازه به راکمه شي.
په ورته وخت کې، هغه د دایکنډي له حکومتي مسوولینو غواړي څو د نشهیانو له خوا د غلا مخه ونیسي او له هغوی سره دې جدي چلند وکړي.
له بلې خوا، د نیلي ښاری یوه هټۍوال سید جواد وویل، یوه اوونۍ وړاندې یې بوټونه د کوم نشهيي له خوا غلا شول. هغه وایي، د داسې غلاوو لامل د روږدو بې برخلیکه حالت او په دایکنډي کې ورته د درملنې مرکز نشتوالی دی.
په دایکنډي کې ټولنیز کارپوهان هم په یاد ولایت کې د روږدو کسانو د ډېرېدو خبرداری ورکوي.
په دایکنډي کې د پوهنتون استاد علي پاکبین وایي، که د معتادینو د ډېرېدو موضوع کنټرول نه شي، ښایي تر راتلونکو ۵ کلونو کورونو ته ننوزي. د هغه په باور، دغه ستونزه کولی شي چې د کورنۍ نورو غړو ته وغځېږي.
په دغه حال کې، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیس هم د نشهیانو له خوا غلا ګانې تاییدوي، خو وایي چې له دغو قضیو سره د سختې مبارزې په حال کې دي.
د دایکنډي د امنیه قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي محمدهاشم نظام وویل: «دا ریښتیا دي چې روږدي کسان د لوږې او اقتصادي ستونزو له امله غلاوې کوي، خو په دغه ولایت کې د اسلامي امارت د کشفي او نشهیي توکو برخې ځواکونه فعال او پراخ حضور لري.»
د هغه په خبره، که کوم روږدی کس د غلا په حال کې و نیول شي، نو محبس ته به ولېږل شي.
خو هغه وایي، د دوی د شمېرو له مخې یوازې د دایکنډي ولایت په مرکز کې ۲۵۰۰ روږدي کسان شته دي او تراوسه په یاد ولایت کې د دوی درملنې لپاره کوم مرکز فعالیت نه لري.
له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر زیاتوي، د روږدو د درملنې یوه ۲۰ بستریز مرکز د فعالېدو چارې روانې دي او ډېر ژر به فعال شي. په ورته مهال، هغه د نشهیانو د راټولولو په برخه کې د بودجې له کمښته اندېښمن دی.
خو له دې ټولو مواردو سره، تر اوسه د دایکنډي سیمهییز حکومت له خوا په دې برخه کې دقیقې شمېرې راټولې شوې نه دي چې د ولایت په کچه د روږدو کره شمېره وښيي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن