ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند له کجکي بند څخه اروزګان ته د برېښنا لېږدولو هڅې پيل شوې

د هلمند له کجکي بند څخه اروزګان ته د برېښنا لېږدولو هڅې پيل شوې

author avatar
11 Jun 2022 - 13:40
د هلمند له کجکي بند څخه اروزګان ته د برېښنا لېږدولو هڅې پيل شوې
author avatar
11 Jun 2022 - 13:40

ترینکوټ (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي مسوول په مشرۍ یو پلاوی اروزګان ولایت ته راغلی، څو د هلمند له کجکي بند څخه دغه ولایت ته د برېښنا لېږد لارې چارې وارزوي.

د برېښنا شرکت عمومي مسوول ملا محمد عیسی ثاني چې تېره ورځ یې دغه ولایت ته سفر کړی و، په دې اړه له ولایتي مسوولینو سره خبرې وکړې.

هغه وویل، اروزګان ته یې له خپل فني ټیم سره د دې لپاره سفر کړی څو دغه ولایت ته د هلمند له کجکي بند څخه د برېښنا مزو غځولو لارې چارې پیدا کړي.

دی وايي، د برېښنا شرکت ټیم به څو ورځې په دغه ولایت کې پر دې کار وکړي چې څنګه کولای شي له کجکي بنده دغه ولایت ته برېښنا ولېږدوي.

د ده په خبره، که څه هم د هلمند کجکي بند د اروزګان له دهراوود ولسوالۍ سره په خوا کې دی، خو بیا هم دا ولایت له دغې تولیدي برېښنا بې برخې دی.

ثاني وویل، له کجکي بند نه اروزګان ته د برېښنا مزو غځولو لپاره دوې لارې شته چې یوه یې د اروزګان دهراوود ولسوالي او بله هم د کندهار نېش ولسوالي ده.

دی زیاتوي، د دوی تخنیکي ډله پر دې کار کوي چې له کومې لارې په لږ لګښت او امکاناتو اروزګان ته برېښنا لېږدولای شي.

د نوموړي په خبره، د دې پروژې له عملي کېدو سره به د دغه ولایت اوسېدونکي له برېښنا برخه‌من شي.

د اروزګان ولایتي مسوولین خوښ دي چې دغه ولایت ته پاملرنه ډېره شوې ده.

د دغه ولایت والي ملا محمد‌خان دعوت وویل، مرکزي اداره دې نه یوازې اروزګان ته د برېښنا لېږد په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي، بلکې دلته دې هغه لوی بندونه هم وتړي چې له یوې خوا زرګونه هکتاره ځمکې او باغونه خړوبولای شي او له بلې خوا برېښنا هم تولیدولای شي.

د اروزګان اوسېدونکي هم دغه خبر خوشحاله کړي او د دغې مهمې پروژې د ژر پیلولو غوښتنه کوي.

د مرکز ترینکوټ یوه اوسېدونکي فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، اروزګان له تېرو دوو لسیزو راهیسې برېښنا نه لري او یوازې په ورځ کې د څو ساعتونو لپاره ډېزلي برېښنا په لوړ لګښت خلکو ته ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د برېښنا د نشتوالي له امله ډېرو خلکو د لمریزې برېښنا هېندارې ایښې او ځینو بیا د ډېزلي برېښنا سیسټم برابر کړی چې پر خلکو یې یو کیلو واټ په ۱۰۰ افغانۍ پلوري.

دی وايي، که د هلمند له کجکي بند څخه اروزګان ته برېښنا ولېږدول شي، نو نه یوازې خلک به له ستونزو او لوړ لګښته خلاص شي بلکې دغه ولایت به هر اړخیز پرمختګ وکړي.

چارواکي په داسې حال کې د هلمند له کجکي بند څخه اروزګان ته د برېښنا لېږد لارې چارې ارزوي چې اوسمهال د دغه بند د دویم فاز چارې روانې دي.

د ارزوګان دهراوود ولسوالي د هلمند کجکي ولسوالۍ ته څېرمه پرته ده چې د دغه بند د دویم فاز د کارونو له امله د دې ولسوالۍ د لونډیانې سیمې سلګونو کورنیو ته له خپلو سیمو د وتلو خبر ورکړل شوی دی.

چارواکي وايي، د کجکي بند د دویم فاز کارونو له امله به د دغې سیمې بېځایه شوو کورنیو ته په بله سیمه کې د استوګنې ځایونه ورکړل شي.

د یادونې ده، په اروزګان کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې حرارتي برېښنا فعاله ده چې یو کیلو واټ یې له ۲۵ افغانیو تر ۶۰ افغانیو عامو خلکو، سوداګریزو مرکزونو، دولتي او نادولتي ادارو ته ورکول کېږي.

Views: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.