کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د افغانستان په اړه بروکسل کې غونډه کړې او د افغانستان پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکولسن پر خپله ټوېټرپاڼه په بروکسل کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د ناستې له جوړېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي: «خوښ یم چې په بروکسل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د استازو کوربهتوب کوو.»
هغه د یادې ناستې په اړه له جزییاتو پرته لیکلي چې په دغه غونډه کې د بشري او اقتصادي چارو کارپوهانو هم ګډون کړی و.
هغه لیکلي چې په یاده ناسته کې افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو لپاره د خرابېدونکي وضعیت، د سیاسي ګډون پر نشتوالي او له افغانانو سره د ژمنو په پوره کولو او منظم سیاست کې د طالبانو پر ناتوانۍ اندېښنه ښودل شوې ده.
نیکولسن ویلي، اروپايي ټولنه له افغانانو د ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد، تېره ورځ د بشري حقونو د څار سازمان د یوه راپور په غبرګون کې ویلي، چې اوس په هېواد کې د تېرو شلو کلونو په نسبت بشري حقوق ډېر خوندي دي؛ څوک له چا سره ظلم او زیاتی نه شي کولای او د هر ډول زور زیاتي مخه نیول شوې ده.
دغه راز د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې دغه حکومت ټولګډونه دی، خو د لا ټولګډونوالي لپاره یې هڅې کوي.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن