Language

د فوټبال اسیایي جام غوراوي سیالیو کې هند افغانستان ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱) : د فوټبال د اسیایي جام غوراوي سیالیو کې هندوستان افغانستان ته دوه پر یو ګول ماتې ورکړه.

دا لوبه نن ماخوستن مهال  د هندوستان په کوربه توب په کلکتې ښار کې ترسره شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې لوبه تر نیمایي وقفې پورې صفر په صفر برابره  وه، خو تر وقفې وروسته هندوستان دوه او افغانستان یو ګول وواهه.

د افغانستان لخوا زبیر امیري په ۸۸ مه دقیقه کې ګول وواهه او لوبه یو یو مساوي شوه، خو دهندوستان لخوا عبدالصمد د لوبې په وروستیو شېبو کې ګول ووهلو او لوبه یې د خپل هېواد په ګټه پای ته ورسوله.

دا لوبې د ۲۰۲۳ اسیايي سیالیو ته د غوراوي پړاو دی.

تر دې مخکې هانګ کانګ هم افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

Related Topics